د رواد د ژباړې مرکز — 371
26:84 او په وروستيو نسلونو كې د نېكنامۍ يادونه را په برخه كړې.
26:85 او د نعمتونو د جنت له وارثانو مې وګرځوې!
26:86 او پلار ته مې بخښنه وكړې، هغه له بې لارو څخه دى.
26:87 او په هغه ورځ مې مه شرموې چې خلك راپاڅول كيږي.
26:88 همغه ورځ چې نه مال ګټه رسوي او نه زامن.
26:89 پرته له دې چې څوك په روغ زړه الله ته ورغلى وي.
26:90 او (كله) چې متقيانو ته جنت ورنږدې كړى شي.
26:91 او بې لارې شوو ته دوزخ ورڅرګند كړى شي.
26:92 او ورته وويل شي: هغه شيان چېرته دي چې تاسو به لمانځل.
26:93 له الله پرته، آيا څه مرسته مو كوي؟ يا د خپل ځان مرسته كولاى شي؟
26:94 نو پړمخ به پكې وغورځول شي، هغوى (معبودان يې) او بې لارې شوي كسان.
26:95 او د ابليس ټول لښكر.
26:96 هلته به خپلو كې شخړه كوي او وايي به.
26:97 په الله قسم موږ خو يقيناً په ښكاره بې لارېتوب كې وو.
26:98 چې تاسو (باطل معبودان) مو له رب العالمين سره برابرولئ.
26:99 او موږ پرته له همغو مجرمانو (مشرانو) بل چا نه يو بې لارې كړي.
26:100 نو (اوس) زموږ هيڅوك سپارښتونكى نشته.
26:101 او نه څوك مخلص ملګرى.
26:102 خو كاشكې كه موږ ته يو ځل (بيا وخت) واى نو موږ به مومنان وو.
26:103 په دې كې خو په رېښتيآ (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
26:104 او بې شكه همغه ستا رب ښه زورور مهربان دی.
26:105 د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل.
26:106 کله چې وویل دوی ته ورور د دوی نوح، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).
26:107 زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
26:108 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
26:109 او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
26:110 نو له الله ووېرېږئ او زما خبره ومنئ.
26:111 هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده.