>

د رواد د ژباړې مرکز — 370

26:61 كله چې دواړه ډلې سره مخامخ شوې، د موسى ملګرو وويل: چې (دا دى) موږ خو ګيرېدونكي يو.

26:62 وېلې هېڅكله نه! پرته له شکه ما سره مې رب دى، زر به لار راوښايي.

26:63 نو موسى ته مو وحي وكړه چې په خپله لکړه (امسا) دې سيند و وهه؛ نو هغه وچاودلو او هره ټوټه لكه لوى غر وه.

26:64 او رانږدې کړل موږ هلته نور کسان.

26:65 او موسى او څوك چې ورسره وو، ټول مو وژغورل.

26:66 بيا مو هغه نور (ټول) غرق كړل.

26:67 په دې كې خو په رېښتيا (لوی) پند دی، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:68 او بې شكه همغه ستا رب ډیر زورو او مهربان دى.

26:69 او په هغوى د ابراهيم خبر (هم) ولوله.

26:70 كله چې خپل پلار او قوم ته يې وويل: (دا) څه شى لمانځئ؟

26:71 وېلې: بوتان لمانځو او همداسې به يې په خدمت (او درناوي) لګيا اوسو.

26:72 ابراهيم وويل: آيا هغوى ستاسي (خبره) اوري كله يې چې رابولئ؟

26:73 يا څه ګټه يا زيان در رسوي؟

26:74 هغوى وويل: نه، خو خپل پلرونه مو موندلي دي چې همداسې به يې كول.

26:75 هغه وويل:نو آيا خبر یاست تاسو په حال د هغه چا چې تاسو یې بندګي کوله.

26:76 تاسو او ستاسي پخوانيو پلرونو.

26:77 نو هغوى خو ټول زما دښمنان دي، پرته د مخلوقاتو له پالونکي څخه.

26:78 هماغه چې زه يې پيدا كړى يم او لارښوونه راته كوي.

26:79 هغه ذات چې ماته خوراك او څښاك راكوي.

26:80 او چې ناروغ شم، خو هماغه مې روغوي.

26:81 او همغه چې مړ كوي مې او بيا مې راژوندى كوي.

26:82 او هغه چې زه ترې هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبخښي.

26:83 زما ربه! ماته حكم (علم او نبوت) راکړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړې.