د رواد د ژباړې مرکز — 368
26:20 (موسى) وويل: ما هغه وخت كړى و چې زه له ناپوهانو وم.
26:21 بيا چې كله ووېرېدم نو درڅخه وتښتېدم، نو خپل رب مې حكم (علم) راكړ او په رسولانو كې يې شامل كړم.
26:22 او (آيا) دا كومه پېرزوينه ده چې پر ما يې احسان باروې دا چې بني اسرائيل دې مريان كړي.
26:23 فرعون وويل: او دا رب العالمين لاڅه دى؟
26:24 وېلې د آسمانو، ځمكې او د هغو تر منځ د ټولو شيانو پالونكى، كه تاسو باور كوونكي ياست.
26:25 فرعون خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: تاسو نه اورئ؟
26:26 موسى وويل: ستاسو پالونكى او ستاسو د مخکېنيو پلرونو پالونكى دی.
26:27 فرعون وويل: يقيناً ستاسو دا رسول چې درته رالېږل شوى بالكل ليونى دى.
26:28 موسى وويل: د ختيځ، لويديځ او د هغو تر منځ شيانو رب دى، كه تاسو عقل كاروئ.
26:29 فرعون وويل: كه له ما پرته دې بل معبود ونيولو، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.
26:30 موسى وويل: كه څه هم يو څرګند شى درته راوړم.
26:31 ويې ويل: كه ته رښتينى يې نو رايې وړه!
26:32 نو ګذاره یې کړه لکړه (امسا) خپله؛ نو هغه يو دم ښكاره ښامار و.
26:33 او چې خپل لاس يې راوويستو نو هغه (ټولو) كتونكو ته روڼ ځلاند و.
26:34 فرعون خپلو چاپېرو سردارانو ته وويل: بې شكه چې دا سړى هرومرو يو پوه كوډګر دى.
26:35 غواړي چې په خپلو كوډو تاسي له خپلې ځمكې وباسي؛ نو تاسو څه حكم كوئ؟
26:36 هغوى وويل: دى او ورور يې ايسار كړه او ولیږه ښارونو ته راټولوونکي.
26:37 چې هر يو پوه كوډګر درته راولي.
26:38 بيا نو د يوې معلومې ورځې په ټاكلي وخت كوډګران راټول كړى شول.
26:39 او خلكو ته وويل شول چې تاسې به راټوليږئ؟