>

د رواد د ژباړې مرکز — 366

25:68 او هغوى چې الله سره بل معبود نه رابولي او نه پرته له حقه هغه كس وژني چې الله (یې وژل) حرام كړى وي او نه زنا كوي او څوك چې داسې وكړي، هغه به خپله ګناه مومي.

25:69 د هغه لپاره به د قيامت په ورځ عذاب غبرګ (مكرر) كړى شى او تل به پكې خوار ذليل پروت وي.

25:70 پرته له هغه چې توبه وباسي، ايمان راوړي او نېك عمل وکړي؛ نو دا خلك چې دي الله به يې بدۍ په نېكيو بدلې كړي او الله بخښونكى مهربان دى.

25:71 څوك چې توبه وباسي او نيك عمل وكړي هغه نو د الله لوري ته داسې ورګرځې لكه څنګه چې د ګرځېدلو حق دى.

25:72 او هغوى چې د درواغو شاهدي نه وايي، او كله چې په كوم عبث كار ورشي نو درانه ورڅخه تېر شي.

25:73 او هغوى چې كله د خپل رب په آيتونو نصيحت ورته كيږي نو ځانونه پرې كاڼه، ړانده نه اچوي.

25:74 او هغوى چې وايي: زموږ ربه! موږ ته له خپلو مېرمنو او خېلخانو د سترګو يخوالى راكړه او موږ د متقيانو امامان وګرځوه.

25:75 دوى هغه خلك دي چې په بدله كې (هسكه) ماڼۍ وركول كيږي په دې چې صبر يې كړى و او هلته به يې په دعا او سلام هر كلى وشي.

25:76 تلپاتې په هغو كې (دا) غوره آرام ځاى او هستوګنځى دى.

25:77 ورته ووايه: زما رب ستاسو څه پروا لري، كه ستاسي (لخوا) بلل نه وي؟ نو اوس چې تاسو درواغ وګڼلو، ډېر زر به (يې سزا) درپسې لازم وګرځي.