د رواد د ژباړې مرکز — 364
25:44 آيا ته انګېرې چې له دوى نه زياتره كسان اوري او پوهېږي؟ دوى خو د څارويو په شان دي بلكې له هغو نه هم هاخوا لار وركي دي.
25:45 آيا تا خپل رب ته نه دي كتلي چې څنګه يې سيورى غځولى دى؟ او كه هغه غوښتي واى نو پر ځاى به يې درولى و، بيا مو لمر پر هغه دليل (پېژندونكى) وګرځولو.
25:46 بيا مو ورو ورو هغه ځان ته راټول کړ.
25:47 او هماغه ذات دى چې شپه يې تاسو ته پوښاك، خوب يې آرام او ورځ يې د پاڅېدلو (وخت) ګرځولى.
25:48 او همغه ذات دى چې له خپل رحمت وړاندې زېرى وركوونكي بادونه ليږي او موږ له آسمانه پاكې اوبه را اورولي دي.
25:49 چې پر هغو مړه ځمكه را ژوندى او د خپلو مخلوقاتو څخه ډېر څاروي او انسانان پرې خړوب كړو.
25:50 او هغه مو د دوى ترمنځ راز راز بيان كړ تر څو درس واخلي، خو بيا هم زياتره خلكو له ناشكرۍ پرته بل څه ونه منل.
25:51 او كه موږ غوښتي واى نو خامخا به مو په هر كلي كې يو وېروونکی راپورته كړى و.
25:52 نو د كافرانو مه منه او په دې (قرآن) له هغوى سره جهاد كوه، ستر جهاد.
25:53 او همغه ذات دى چې دوه سمندرونه يې خوشې كړي چې دا يو ډېر خوږ خوندور دى او دا بل مالګين تريخ او د دواړو ترمنځ يې يوه پرده واچوله، او يو بند چې منع كړى شوى دى.
25:54 او همغه ذات دى چې انسان يې له اوبو پيدا كړ بيا يې د نسب او خسرګنۍ خاوند وګرځولو او ستا رب ډېر قادر دى.
25:55 او هغوى الله له پرته هغه څه لمانځي چې نه څه ګټه ور رسوي او نه كوم تاوان، او کافر خو د خپل رب پر خلاف د (شيطان) ملاتړی دی.