د رواد د ژباړې مرکز — 363
25:33 او (د دې لپاره هم چې) هغوى كه تا ته هر ډول مثال (يا پوښتنه) راوړي، موږ يې سم ځواب او غوره بيان درته راوړو.
25:34 هغه كسان چې پړمخې به د جهنم اور ته ورغونډيږي، په ډېر ناوړه دريځ او ډېره غلطه لار كې دي.
25:35 او موسى ته مو كتاب وركړ او له هغه سره مو ورور يې هارون ورته مرستيال وګرځولو.
25:36 بيا مو ورته وويل: دواړه هغو خلكو ته ورشئ چې زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، چې بيا مو هغه خلك يو مخ تباه كړل.
25:37 او د نوح قوم چې کله رسولان درواغجن وبلل نو غرق مو كړل او د خلكو لپاره مو نښانه وګرځول او موږ ظالمانو ته دردناك عذاب چمتو كړى.
25:38 او عاديان، ثموديان، د كوهي خاوندان او د دې په منځ منځ كې ډېر ولسونه (مو تباه کړل).
25:39 او هغوى هر يوه ته موږ بېلګې (دلايل) بيان كړي وو او بيا مو هر يو تباه برباد كړل.
25:40 او پر هغه كلي خو هغوى خامخا تېر شوي چې ډېر بد باران پرې اورول شوى و، آيا هغه يې نه و ليدلى؟ بلكى هغوى د بيا راژوندي كېدو هيله نه لري.
25:41 او كله چې هغوى تا وويني؛ نو ملنډې درپورې وهي، چې آيا دا هماغه كس دى چې الله د رسول په توګه رالېږلى؟
25:42 دغه خو نږدې موږ له خپلو معبودانو اړولي وو، كه چېرې پرې ټينګ شوي نه واى! او هغوى چې کله عذاب وويني؛ نو زر به پوه شي چې څوك له لارې ډېر اوښتی و.
25:43 آيا هغه كس دې ليدلى چې خپل هوس يې ځان ته معبود ګرځولى؟ آيا ته د هغوى ساتونكى (يا ذمه وار) يې؟