>

د رواد د ژباړې مرکز — 362

25:21 او كوم كسان چې له موږ سره د مخامخ كېدو هيله نه لري وايي ولې موږ ته پرېښتې راكوزې نه كړل شوې؟ يا ولې خپل رب نه وينو؟ په رېښتيا هغوى په خپلو ځانو كې ډېر كبرجن شوي او سرغړونه يې وكړه، لويه سر غړونه.

25:22 په کومه ورځ چې هغوی پرېښتې وويني؛ نو هغه ورځ به د مجرمانو لپاره څه زېرى نه وى (بلكې) وايي به: ايسار دې كړى شي (عذاب) ايسار.

25:23 او هر څه چې د هغو كړه وړه دي موږ به هغه راواخلو د دوړې په څېر به يې والوځوو.

25:24 خو د جنت خلك به هغه ورځ هم د هستوګنځي له پلوه ښه وي او هم به د غرمې دمه ځاى له پلوه ډېر غوره وي.

25:25 او هغه ورځ چې آسمان له نرۍ وريځې سره څيرې شي او پرېښتې پرله پسې راكوزې شي.

25:26 حقيقي پاچايي په هغه ورځ يوازې رحمن لره ده او هغه پر كافرانو يوه سخته ورځ ده.

25:27 او هغه ورځ چې ظالم به خپل دواړه لاسونه چيچي، وايي به كاشكې مې د رسول سره لار نيولی واى.

25:28 هاى كاشكې فلانى مې په دوستۍ نه وای نيولی.

25:29 پرته له شکه له هغه وروسته يې هم له نصيحت را واړولم چې ماته راغلي و، او شيطان خو (له دوكې وروسته) انسان لره پرېښودونكى دی.

25:30 او رسول وويل: ای زما ربه! زما قوم خو دا قرآن پرېښود.

25:31 او همدا رنګه مو هر نبي ته له مجرمانو څه دښمنان ګرځولي وو، او ستا پالونکی د لارښوونكي او مرستندوى په توګه بسنه کوي.

25:32 او هغه کسان چې کفر يې کړی، وايي: ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نه شو؟ (هو) په همدې شان (مو نازل كړ) تر څو ستا زړه پرې محكم كړو، او هغه مو كرار كرار لږ لږ درباندې ولوست.