د رواد د ژباړې مرکز — 361
25:12 كله چې د لرې ځايه يې وويني نو خوټېدل او غورېدل به يې واوري.
25:13 او كله چې هغه په كوم تنـګ ځاى كې تړل شوی وغورځول شي نو بيا به (خپل) مرګ غواړي.
25:14 ورته وبه ويل شي: نن يو مرګ مه غواړئ ډېر مرګونه وغواړئ.
25:15 ورته ووايه: آیا دا ښه ده كه تلپاتې جنت چې له پرهېزګارو سره يې ژمنه شوې؟ چې د هغوى بدله او هستوګنځى به وي.
25:16 هلته به د هغوى لپاره هغه څه وي چې غواړي يې، تل ترتله اوسېدونكي، دا ستا پر رب يوه غوښتل كېدونكې ژمنه ده.
25:17 او هغه ورځ چې هغوى او هغه (معبودان) چې له الله پرته به يې لمانځل، راغونډ كړي نو (الله) به ورته ووايي: آيا تاسو زما دغه بندګان بې لارې كړل كه هغوى خپله لار غلطه كړې وه؟
25:18 هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، موږ ته نه ښايي چې له تا پرته بل څوك دوستان ونيسو، خو تا هغوى او د هغوى پلرونو ته تر هغه پورې د ژوند وسايل وركړل چې درس يې هېر كړ او دا خلك وو تباه كېدونكي.
25:19 نو (دا دى) تاسي خو يې درواغجن وګڼلئ په هغه خبره كې چې كوئ يې نو (اوس) نه د عذاب ګرځولو وس لرئ او نه (يو او بل سره) د مرستې، او هر څوك چې له تاسي څخه ظلم وكړي، موږ به هغه ته لوى عذاب وروڅكو.
25:20 او له تا مخكې مو هم (څه بل شان) رسولان نه وو لېږلي پرته له داسې كسانو چې هغوى به خواړه خوړل او په بازارو كې به ګرځېدل، او تاسي مو د يو او بل لپاره ازمايښت ګرځولي ياست، (نو) آيا تاسې صبر كوئ؟ او ستا رب خو ښه ليدونكى دى.