د رواد د ژباړې مرکز — 360
25:3 او هغوی له هغه پرته داسې معبودان (ځانته) ونيول چې هيڅ نه پيدا كوي بلكې په خپله هغوى پيدا كول كيږي، او خپلو ځانو ته هم د څه تاوان او ګټې واك نه لري او نه يې مرګ، نه ژوند او نه (مړي) بيا راژوندي كول په واك كې دي.
25:4 او كافر شويو خلکو وويل چې دا له درواغو پرته بل څه نه دي چې خپله يې جوړ كړي او نورو خلكو يې په هغه كې مرسته كړې! په حقيقت كې (خپله) دوى سخت ظلم او درواغ منځ ته راوړل.
25:5 او هغوى (دا هم) وويل: دا د پخوانيو كيسې دي، په چا يې ليكلې؛ نو (اوس) هماغه سهار او ماښام ده ته لوستل كيږي.
25:6 ورته ووايه: دا هغه ذات رانازل كړى چې په آسمانونو او ځمكه كې په هر پټ شي پوهيږي، بې شكه هماغه ښه بخښونكى مهربان دى.
25:7 هغوى وويل: دا څنګه رسول دى چې خواړه خوري او بازارونو كې ګرځي راګرځي، ولې كومه پرېښته ورته راكوزه نه كړى شوه چې هغه هم د وېروونكي په توګه ورسره وى.
25:8 يا كومه خزانه ورته راغورځول شوی وی، يا د هغه يو بڼ وى چې (بې غمه يې) ترې خوړلاى! او دې ظالمانو (لا دا هم) وويل چې تاسي په يو كوډو وهلي سړي پسې روان ياست.
25:9 ګوره هغوی څنګه مثالونه درپورې وويل چې (دا دى) په خپله بې لارې شول او (اوس) د هيڅ لارې وس نه لري.
25:10 هغه ذات بركتناك دى چې كه وغواړې له دې غوره شيان به درته پيدا كړي، ډېر داسې باغونه چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي او ماڼۍ به (هم) درته پيدا كړي.
25:11 خو هغوى قيامت درواغ ګڼلى او موږ هغه چاته چې قيامت درواغ ګڼي بل شوى اور چمتو كړى دى.