>

د رواد د ژباړې مرکز — 353

24:28 نو كه څوك مو پكې ونه موندل، تر هغه مه ورننوځئ چې اجازه نه وي درته شوې او كه درته وويل شو چې بېرته وګرځئ نو راستانه شئ، دا ستاسو لپاره ډېره پاكيزه لار ده، او الله په هغو كارو چې تاسي يې كوئ، ډېر ښه پوه دى.

24:29 پر تاسو څه ګناه نشته که داسې كورونو ته ننوځئ، چې د استوګنې نه وي او په هغه كې ستاسو د ګټې كوم شى وي او الله پوهيږي پر هغه چې تاسو يې ښكاروئ او په هغه چې پټوئ يې.

24:30 نارينه مومنانو ته ووايه چې خپل خپل نظرونه ښكته وساتي او د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي، دا كار د هغوى لپاره ډېر پاك دى، په رېښتيا الله ښه خبر دى په هغو كارو چې هغوى يې كوي.

24:31 او مومنو ښځو ته هم ووايه چې خپل نظرونه ښكته ساتي، د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي او د زینت ځایونه دې نه ښكاره کوي پرته له هغه چې په ښکاره وي او پر خپلو سينو دې خپل پړوني واچوي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته، پلرونو ته، د مېړونو پلرونو ته، زامنو ته، د مېړونو زامنو ته، وروڼو ته، د وروڼو زامنو ته، د خويندو زامنو ته، خپلو (مومنو) ښځو ته، خپلو مريانو ته يې، خپلو هغو لاس لاندې نارينه وو ته چې شهوت والا نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې لا د ښځو پر پټو خبرو نه وي خبر شوي او خپلې پښې دې دومره په زوره نه وهي چې د هغوى پټ كړى سينګار څرګند كړى شي، او اي مومنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ د دې لپاره چې برى در په برخه شي.