>

د رواد د ژباړې مرکز — 351

24:11 بې شكه كومو كسانو چې دا لوى درواغ راوړي، هغوى له تاسي څخه يوه ډله ده، د ځان لپاره يې شر مه ګڼئ هغه تاسو ته خير دى، د هغوی هر يوه لپاره هغومره ګناه ده چې څومره يې (خپله) ترلاسه كړې، او چا چې له هغوی د دغه (بهتان) لوى پېټى اخيستى، هغه لره لوى عذاب دى.

24:12 کله مو چې دا خبره واورېده ولې مومنو سړو او مومنو ښځو پر ځانونو ښه ګومان ونه كړ او ويې نه ويل چې دا يو څرګند تور دى.

24:13 ولې يې پر دې خبره څلور شاهدان رانه وستل، خو (اوس) چې هغوى څلور شاهدان رانه وستل، د الله پر وړاندې همدوى درواغجن دي.

24:14 كه پر تاسي باندې په دنيا او اخرت كې د الله فضل او مهرباني نه واى نو په كومو خبرو كې چې تاسي غورځېدلي وئ د هغو په مجازات كې به لوى عذاب درته رسېدلى و.

24:15 كله چې تاسو پر خپلو ژبو هغه درواغ نقلول او په خولو مو هغه څه ويل چې په هغه كې تاسو لره څه پوهه نه وه او هغه مو يوه آسانه خبره ګڼله، حال دا چې د الله پر وړاندې هغه ډېره لويه وه.

24:16 او كله مو چې هغه واورېده ولې مو ونه ويل چې موږ ته دا نه ښايي چې په دې (خبره) خوله وخوځوو، (الله) تا لره پاكي ده، دا خو ستر بهتان دى.

24:17 الله تاسو ته نصيحت كوي چې بيا دا شان خبره هيڅكله تكرار نه كړئ، كه تاسو مومنان ياست.

24:18 او الله تاسو ته آيتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.

24:19 بې شكه هغه كسان چې په مومنانو كې فحشا خپرول خوښوي، د هغوی لپاره په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسي نه پوهېږئ.

24:20 او كه د الله فضل او رحمت درباندې نه وى او دا چې الله ډېر نرمي كوونكى مهربان دى. (نو په دنيا كې به په عذاب اخته شوي وئ).