>

د رواد د ژباړې مرکز — 350

24:1 دا يو سورت دى چې موږ رانازل كړى او فرض كړى دى او په هغه كې مو څرګند آيتونه نازل كړي، ښايي چې تاسو څه پند واخلئ.

24:2 زنا كاره ښځه او زنا كار سړى، هر يو له هغوی دواړو څخه سل دورې ووهئ او د الله په دين كې دې پر هغوى دواړو څه زړه سوى نه درباندې راځې، كه تاسي (رېښتيا) پر الله او د آخرت پر ورځ باور لرئ، او د هغوى سزا ته دې يوه ډله مومنان حاضر شي.

24:3 زناكار سړى له زناكارې يا مشركې پرته بل چا سره نكاح نه كوي او زناكاره بل څوك نه په نكاح كوي مګر زناكار يا مشرك، او دا كار پر مومنانو حرام کړل شوى دى.

24:4 او هغه كسان چې پر پاك لمنو ښځو تور لګوي بيا څلور شاهدان رانه ولي، نو اتيا دورې يې ووهئ او هيڅكله يې شاهدي مه منئ او همدوی فاسقان دي.

24:5 پرته له هغو کسانو چې له دغه كار وروسته يې توبه ویستلې او ځان يې سم كړ، نو (بيا) بې شکه الله بخښونكى مهربان دى.

24:6 او كوم كسان چې په خپلو مېرمنو تور لګوي او له ځانو پرته څوك شاهدان ورسره نه وي؛ نو له هغو څخه د يو تن شاهدي (دا ده چې هغه) د الله په نوم څلور (ځلې) شاهدي ووايي چې پرته له شکه هغه له رېښتينو څخه دى.

24:7 او پنځم (ځل به ووايي) چې كه هغه درواغجن وي، نو د الله لعنت دې ورباندې وي.

24:8 او له هغې (ښځې) څخه د سزا مخنيوى داسې كيږي چې هغه ښځه د الله په نوم څلور ځلې شاهدى ووايي چې بې شكه هغه سړى له درواغجنو دى.

24:9 او پنځم ځل دا چې پر هغې دې د الله غضب وي، كه هغه سړى به له رښتينو څخه وي.

24:10 او كه پر تاسي د الله فضل او رحمت نه وى (نو رسوا شوي به وئ)، او دا چې الله ښه توبه قبلوونكى حكمت والا دى.