>

د رواد د ژباړې مرکز — 349

23:105 آيا زموږ آيتونه پر تاسو نه لوستل كېدل چې تاسو به هغه درواغ ګڼل.

23:106 وايي به ای زموږ پالونکيه! (رښتيا چې) خپله بد مرغي راباندې غالبه شوې وه او موږ له حق څخه بې لارې خلك وو.

23:107 ای زموږ ربه! له دې مو وباسه، كه بيا مو هماغسې وكړل؛ نو موږ به خامخا ظالمان يو.

23:108 وبه فرمايي: لرې چوپ شئ او مه راسره غږيږئ.

23:109 بې شكه زما بندګانو كې يوه ډله وه: ويل به يې زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو بخښنه راته وكړه او رحم راباندې وكړه او همدا ته له ټولو زيات مهربانه يې.

23:110 نو تاسو دومره ملنډې ورباندې وهلې چې آن زما ياد يې در څخه هېر كړ او تاسو به ورپورې خندل.

23:111 بې شکه نن مې هغوى ته په همدې صبر دا بدله وركړه چې همدوى بريالي دي.

23:112 الله به ووايي: په ځمكه كې مو څومره وخت تېر کړ؟ د كلونو په شمېر.

23:113 هغوى به وايي: يوه ورځ يا د ورځې څه برخه به ځنډېدلي يو؛ نو شمېرونكي وپوښته!

23:114 وبه وايي: نه یاست پاتې شوي مګر لږ، كه تاسو (هغه وخت) پوهېدلى.

23:115 نو آیا تاسو دا ګومان كړی و چې موږ عبث (چټي) پيدا كړي ياست او تاسو به موږ ته نه راګرځئ.

23:116 نو الله اوچت دى، رېښتينى پاچا، له هغه پرته بل الله نشته، هماغه د لوى (يا عزتمن) عرش څښتن دى.

23:117 او څوك چې له الله سره بل معبود رابولي چې په اړه يې كوم دليل هم ورسره نشته؛ نو حساب يې له خپل رب سره دى، پرته له شکه چې داسې كافران نه بريالي کيږي.

23:118 او ووايه: ای زما پالونکيه بخښنه او رحم وكړې او ته تر ټولو زيات مهربان يې.