>

د رواد د ژباړې مرکز — 348

23:90 بلكې موږ حق ورته راوړى خو هغوى (په خپله) درواغجن دي.

23:91 الله هيڅوك په اولاد نه دى نيولى، او نه له هغه سره بل معبود شته، (كنه) بيا به هر معبود له خپل مخلوق سره (بېل شوى) تللى و او يو پر بل به يي لوړتيا كوله الله لره پاكي ده، له هغه څه چې ورته بيانوي يې.

23:92 پر پټو او ښکاره و پوه دی، له هغه څه ډېر اوچت دى چې هغوى يې ورسره شريكوي.

23:93 ووايه: ای زما پالونکيه! كه هغه سزا راووينې چې له هغوی سره يې ژمنه كيږي.

23:94 ای زما پالونکيه! ما خو په ظالمانو خلكو كې مه شاملوه.

23:95 او بې شكه موږ پر دې قادر يو چې د كوم عذاب ژمنه هغوی سره كوو، هغه تا ته وښايو.

23:96 د بدۍ ايسارول په هغه توګه كوه چې ډېره غوره وي، موږ په هغه څه ډېر پوه يو چې دوى يې بيانوي.

23:97 او وايه چې اى زما ربه! د شيطان له وسوسو په تا پورې پناه غواړم.

23:98 او له دې نه هم پناه غواړم چې هغوى ما ته راشي.

23:99 تر هغه چې كوم يوه ته يې مرګ راشي، وايې اې زما ربه! بېرته مې وګرځوې.

23:100 ښايي په خپله شاته پريښې (دنيا كې) ښه كارونه وكړم، هيڅكله نه، دا يوه خبره ده چې هغه يې کوونکی دی. او (اوس) د هغوى په مخكې يوه پرده ده، تر هغې ورځې چې بيا ژوندي راپاڅول كيږي.

23:101 نو كله چې په شپېلۍ كې پوکی وشي بيا به يې هغه ورځ نه ترمنځ څه خپلوي وي او نه به پوښتنې سره كوي.

23:102 نو د چا تلې چې درنې شوې، هماغه خلك برى موندونكي دي.

23:103 او د چا چې تلې سپكې شي نو همدغه خلك دي چې خپل ځانونه يې تاواني كړي، په جهنم كې به تل اوسېدونكي وي.

23:104 اور به يې مخونه سوځوي او هغوی به بد شکله پكې پراته وي.