>

د رواد د ژباړې مرکز — 346

23:60 او هغوى چې وركوي، څه چې وركوي حال دا چې زړونه يې په دې وېره کې وي چې دوى د خپل رب لور ته ورګرځېدونكي دي.

23:61 همدا خلك په ښېګڼو كې منډې ترړې وهي او همدوى ور وړاندې كېدونكي دي.

23:62 او موږ هيڅوك د هغه له توانه پورته نه مکلفوو، او له موږ سره يو داسې كتاب دى چې رېښتيا بيانوي او په دوى به هيڅ ظلم ونه شي.

23:63 خو د هغوى زړونه له دې څخه په غفلت كې دي او څه نور عملونه يې هم شته چې كوونكي يې دي.

23:64 تر دې چې عياشان يې په سزا كې راګير كړو نو بيا به يو دم په رمباړو شي.

23:65 نن رمباړې مه وهئ (اوس به) زموږ لخوا څه مرسته درنه کړل شي.

23:66 زموږ آيتونه خو پرتاسو لوستل كېدل خو تاسو به پر پوندو شاته ګرځېدئ.

23:67 پر هغه لويي کوونکي وئ، د شپى كيسې به مو پرې جوړولې، سپكې سپورې مو پرې وېلې.

23:68 نو آيا هغوى په دې وينا څه غور نه دى كړى، كه هغوى ته يو داسې څه راغلي چې پخوانيو پلرونو ته يې نه وو راغلي.

23:69 يا يې خپل رسول نه دى پېژندلى نو (ځكه) ترې نټه کوونکي دي.

23:70 او يا دوى وايي چې په هغه (كې) لېونتوب دى؟ نه بلكې هغوی ته يې حق راوړى او د هغوى ډېری د حق ناخوښوونكي دي.

23:71 او كه حق د هغوى په هوسونو پسې تللى وى نو هرومرو به اسمانونه، ځمكه او څه چې په هغو كې دي، ګډ وډ شوي وو. خو، نه، موږ هغوى ته يې ذكر (نصيحت) راوړى او هغوى له خپله ذكر څخه مخ ګرځوونكي دي.

23:72 آيا ته له دوی نه څه اجر غواړې؟ ستا لپاره ستا د رب دركړه ډېره ښه ده او هغه ډېر ښه روزي دركوونكى دى.

23:73 او بې شکه ته خو يې سمې نېغى لارې ته رابولې.

23:74 او هغه خلك چې آخرت نه مني له همدې سمې لارې كږېدونكي دي.