د رواد د ژباړې مرکز — 344
23:28 نو كله چې ته او هغه څوك چې درسره وي، پر بېړۍ سم برابر شوئ نو بيا ووايه چې هغه الله لره ستاينه ده چې موږ يې له ظالمانو وژغورلو.
23:29 او ووايه پروردګاره! ما په بركتناك ځاى كې ښكته كړه او ته ډېر ښه ځاى وركوونكى يې.
23:30 بې شكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بې شكه موږ خامخا ازمېښت كوونكي یو.
23:31 بيا موږ له هغو وروسته نور قومونه راپورته كړل.
23:32 نو په هغوی كې مو له هغوى څخه رسول واستولو چې الله ولمانځئ، ستاسو لپاره له هغه پرته بل معبود نشته، آيا تاسو نه وېرېږئ؟
23:33 او د هغه د قوم هغو مشرانو چې کفر يې کړی و، له آخرت سره مخامخ كېدل يې دروغ ګڼلي وو او د دنيا په ژوند كې مو سو كاله كړي وو، داسې وويل: دغه ستاسو په شان له يو انسان پرته بل څه نه دى، هغه څه خوري چې تاسو يې خورئ او هغه څه څښي چې تاسو يې څښئ.
23:34 او كه ستاسو په شان يو بشر ته مو غاړه كېښوده نو بيا به تاسو هرومرو تاوانيان ياست.
23:35 آيا هغه دا ژمنه درسره كوي چې كه تاسو كله مړه او خاورې او هډوكي شوئ نو (بيا به) را اېستل كېږئ.
23:36 لرې ده، بيخي لرې ده دغه ژمنه چې له تاسي سره كېږي.
23:37 نور څه نه دي، همدا زموږ د دنيا ژوند دى چې مرو او (تر څه وخته) ژوند كوو، خو بيا ژوندي راپورته كېدونكي نه يو.
23:38 دا هم يوازې داسې يو سړى دی چې پر الله يې درواغ تړلي او موږ يې منونكي نه يو.
23:39 وويل (نوح) ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.
23:40 ويې فرمايل: لږ وخت وروسته به هغوى هرومرو پښېمانه شي.
23:41 پس ونیول په پاى کې دوی لره له حق سره سم يوې سترې چغې او موږ هغوى نيزوړو غوندې وغورځول، ايسته دې وي ظالم قوم!
23:42 بيا مو له هغوى وروسته نور ولسونه را پيدا كړل.