د رواد د ژباړې مرکز — 343
23:18 او له ااسمانه مو په يوه ټاكلې اندازه اوبه را اوورولې او هغه مو په ځمكه كې ودرولې او په له منځه وړلو يې هم بې شکه موږ قادر يو.
23:19 بيا مو تاسو ته په هغو سره د كجورو او انګورو باغونه پيدا كړل چې په هغو كې ستاسي لپاره ډېرې مېوى دي او له همدغو نه تاسو خوراك كوئ.
23:20 او هغه ونه موهم پيدا كړه چې له ښایسته غر څخه راوځي، د خوړونكو لپاره له غوړيو او ترکارۍ سره را زرغونيږي.
23:21 او رېښتيا چې ستاسي لپاره په څارويو كې هم يو درس شته، چې د هغو په خیټو كې څه دي، له هغو موږ تاسو ته يو (پاك) شى درڅښو او تاسو ته په هغو كې ډېرې ګټې دي او خوراك هم ترې كوئ.
23:22 او په دغو (څارويو) او بېړئ باندې بارول كېږئ هم.
23:23 او بېشكه موږ نوح د هغه خپل قوم ته ورواستلو نو ورته ويې ويل: ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم بل معبود نشته، اّيا تاسو نه وېرېږئ؟
23:24 نو د هغه د قوم هغو سردارانو – چې كافر شوي وو وويل: دا ستاسو په شان يو انسان نه پرته بل څه نه دى! غواړي چې پر تاسي لوړتيا ولري او الله خو كه غوښتي واى نو پرېښتې به يې رالېږلې وې، دا خبره خو مو پخوانيو پلرونو كې هم نه وه اورېدلې.
23:25 هغه بل څه نه دى مګر يو داسې سړى چې په هغه ليونتوب دى نو تر يو څه وخته هغه ته انتظار وكړئ.
23:26 نوح وويل: ای زما پالونکيه! پرهغه څه مې مرسته وکړه چې هغوی پرې درواغجن وګڼلم.
23:27 نو هغه ته مو وحې وكړه چې زموږ تر څارنې لاندې یې او زموږ په وحى بېړۍ جوړه كړه کله چې زموږ امر راغی او تنور وخوټېد، نو له ټولو (ځناورو) څخه جوړه جوړه، دوه دوه ورننباسه او خپله كورنۍ هم، پرته له هغه چا چې په اړه يې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او چا چې ظلم كړى، د هغوی په اړه له ماسره خبره مه كوه، هغوى يقيناً ډوبېدونكي دي.