د رواد د ژباړې مرکز — 338
22:47 او هغوى د عذاب په راوستو كې بيړه درباندې كوي، حال دا چې الله به هېڅكله خپلې وعدې نه مخالفت ونه كړي او بې شكه چې ستا د رب په وړاندې يوه ورځ لكه زر كاله ده له هغو كلونو چې تاسو يې شمارئ.
22:48 او څومره ډېر كلي دي چې ما هغو ته مهلت وركړ، چې ظالم وو، بيا مې راونيول او (خاص) زما لور ته راتله دي.
22:49 ورته ووايه: ای خلكو! خبره دا ده چې زه تاسو لره څرګند وېروونكى يم.
22:50 نو هغوى لره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي بخښنه او عزتمنه روزي ده.
22:51 او كوم خلک چې زموږ د آيتونو د كمزوري كولو هڅې كوي، همغوى دوزخیان دي.
22:52 او له تانه مخكې مو هېڅ يو رسول او نبي له دې حالته پرته نه دى لېږلی چې كله به هغه لوستل كول نو شيطان به يې په لوستلو كې څه (خلل) وراچولو، نو الله هغه څه له منځه وړي چې شيطان يې پكې اچوي بيا الله خپل آيتونه محكموي، او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
22:53 دې لپاره (داسې كوي) چې كوم شى شيطان پكې غورځوي هغه د هغو خلكو لپاره فتنه وګرځوي چې په زړونو كې يې ناروغي ده او د هغو لپاره چې زړونه يې سخت دي او يقيناً دا ظالمان په دېر لرې مخالفت كې دي.
22:54 او تر څو هغه خلک چې علم وركړى شوى، وپوهيږي چې دا حق دى ستا د رب له خوا، نو په هغه به ايمان راوړي او زړونه به يې ورته نرم شي، او بې شكه الله ايمان راوړونكو ته د سمې لارې ښوونكى دى.
22:55 او هغه خلک چې كافران شوي، تل به د هغه له پلوه په شک كې وي تر دې چې ناڅاپه قيامت ورته راشي يا د شنډې ورځې عذاب.