>

د رواد د ژباړې مرکز — 330

21:91 او هغې (جينۍ) چې د خپل فرج (مخصوصه اندام) ساتنه يې كړې وه، نو موږ له خپل روح نه پكې پو كړل او دا او زوى يې موږ د ټولو خلكو لپاره نښانه وګرځول.

21:92 بې شكه دغه ستاسو امت دى، یوازې يو امت، او زه ستاسو رب يم نو ما ولمانځئ.

21:93 او هغوى خپل (د دين) كار سره ټوټې ټوټې كړ، ټول زموږ خوا ته راستنېدونكي دي.

21:94 نو څوک چې له ښو كارونو څه وكړي، په داسى حال كې چې هغه مومن وي نو د هغه د هلو ځلو بې قدري به ونه شي او موږ هغه لره ليكونكي يو.

21:95 او يو كلى چې موږ هلاک كړى وي، دا پرې حرامه ده چې بېرته دې راوګرځي.

21:96 تر هغه پورې چې یأجوج او مأجوج را پرانيستل شي او له هرې لوړې په منډه منډه راكوزيږي.

21:97 او رښتينې وعده رانږدې شوه، نو يو دم به د هغو كسانو سترګې بوټې بوټې راووځي چې كافران شوي وو، (وايي به) چې هاى زموږ بده بخته! موږ خو له دې نه په غفلت كې و، بلکې موږ ظالمان وو.

21:98 يقيناً تاسو او هغه چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، د جهنم خشاك ياست، تاسو هماغلته ورننوتونكي ياست.

21:99 دوى كه (رښتیني) معبودان وى، هلته (جهنم ته) به نه وو ورننوتلي، او دا ټول به تل پكې پراته وي.

21:100 هلته به د دوى چغې سورې وي او هېڅ به پكى نه اوري.

21:101 خو هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ له خوا نېكي (جنت) مخكې (ليكل) شوې ده، نو دوې به له هغه نه لرې كړى شوي وي.