د رواد د ژباړې مرکز — 327
21:58 نو هغه (بتان) يې د لوى (بت) نه پرته (ټول) ټوټه ټوټه كړل، چې ښايې بيا دوى هغه (لوى) ته ورشي.
21:59 (كله چې راغلل) ویې ویل: زموږ په معبودانو دا (كار) چا كړى؟ بې شكه هغه له ظالمانو څخه دى.
21:60 (څه خلكو) وويل: موږ له يو زلمي چې ابراهيم يې بولي، اورېدلي چې هغوى به يې يادول.
21:61 هغوى وويل: نو د خلكو د سترګو وړاندې يې راولئ، چې هغوى وګوري.
21:62 بيا يې ورته وويل: آيا زموږ په معبودانو دا كار تا كړى ای ابراهيمه!
21:63 (ابراهیم -علیه السلام-) وویل: بلكې دغه لوى يې كړي دي، نو هغوی وپوښتئ كه خبرې كوي.
21:64 نو بيا هغوى پر خپلو ځانو ورتاو شول، سره ويې ويل: يقيناً همدا تاسو ظالمان ياست.
21:65 بيا په خپلو سرو نسكور كړى شول ویې ویل: ته خو ښه پوهېږې چې دوى نه غږيږي.
21:66 (ابراهيم -علیه السلام-) وويل: نو آيا الله نه پرته هغه څه لمانځئ چې نه د څه شي ګټه در رسولاى شي او نه تاوان؟
21:67 افسوس (او هلاکت دی) تاسو لره، او هغه څه لره چې له الله پرته يې لمانځئ، آيا نو تاسو عقل نه كاروئ.
21:68 هغوى وويل: ويې سوځوئ او د خپلو معبودانو مرسته وكړئ، كه چېرې د څه (کار) كوونكي ياست.
21:69 موږ وويل: ای اوره! په ابراهيم -علیه السلام- باندې سوړ او سلامت شه.
21:70 او هغوى په (ابراهيم -علیه السلام-) باندې څه چل كول غوښتل خو موږ دوى په خپله سخت تاواني كړل.
21:71 او موږ هغه (ابراهيم) او لوط (عليهما السلام) هغې سيمې لور ته وژغورل چې په هغې كې مو د نړيوالو لپاره بركتونه اچولي دي.
21:72 او هغه ته مو اسحاق وركړ او يعقوب په هغه سربېره، او دوی ټول مو نېكان ګرځولي وو.