>

د رواد د ژباړې مرکز — 326

21:45 ووايه: خبره دا ده چې زه خو په وحى سره اخطار دركوم، او كاڼه چې وېرول كيږي نو بلنه نه اوري.

21:46 او كه ستا د رب له عذابه خو لږ تپ هغوى ته ور ورسېدو نو بيا به خامخا ووايي چې هاى زموږ بده بخته! رښتيا چې موږ ظالمان وو.

21:47 او موږ به د قيامت ورځې ته د انصاف تلې ږدو، نو بيا به په هيچا هېڅ ظلم ونه شي كه (څه هم يو عمل) د اوري دانې په اندازه وي، موږ به يې راوړو، او پوره یو موږ حساب کوونکي.

21:48 او موسىٰ او هارون -علیهما السلام- ته مو فرقان (د حق او باطل بېلوونكى کتاب)، رڼايي او د متقيانو لپاره نصيحت وركړى و.

21:49 هغوى چې په پټه له خپل رب نه وېريږي او له قيامته هم ډارېدونكي وي.

21:50 او دغه بركتي ذكر (قرآن) موږ نازل كړى دى، نو آيا تاسو ترې منكر ياست؟

21:51 او ابراهيم -علیه السلام- ته مو لا مخكې ځيركتیا (لارښوونه) وركړى وه او موږ ښه ورباندې پوه وو.

21:52 كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا بتان څه دي چې تاسو يې عبادت ته ټينـګ ولاړ ياست؟

21:53 هغوى وويل: موږ خپل پلرونه د دغو په لمانځنه موندلي دي.

21:54 (ابراهيم -علیه السلام-) وويل: په حقيقت كې تاسو او پلرونه مو (ټول) په څرګند بې لارې توب كې ياست.

21:55 دوی وویل: آیا تا مونږ ته حق (خبره) راوړې او که ته له لوبو کوونکو څخه یې؟

21:56 وویل (ابراهیم -علیه السلام-): ستاسو رب خو هماغه د آسمانونو او زمكې رب دى چې پيدا كړي یې دي، او زه په دې خبره شاهدي ويونكى يم.

21:57 او په الله قسم چې ستاسو بتانو ته به څه تدبیر جوړوم، له هغه وروسته چې په څټ (چېرته) ولاړ شئ.