>

د رواد د ژباړې مرکز — 325

21:36 او كله چې دا كافران دې وويني نو په تا پورې ملنډې وهي، وايي دا هماغه دى چې ستاسو معبودان (په بدۍ سره) يادوي؟ او حال دا چې (خپله) د رحمان په يادولو هم كافر دي.

21:37 انسان پيدا دى له تلوار (بې صبرۍ) څخه، خو زه به خپلې نښانې زر دروښيم، نو تلوار مه كوئ.

21:38 او دوى وايي: دا وعده به كله وي؟ كه تاسو رښتيني ياست.

21:39 كاشكې دغو كافرانو ته معلومه وى، هغه وخت چې نه به له خپلو مخونو اور ايسارولى شي، نه له شاګانو خپلو، او نه به څه مرسته ورسره كېداى شي.

21:40 بلكې ناڅاپي به ورته راشي او حيران به يې كړي نو نه به يې ايسارولى شي او نه به څه مهلت وركول كيږي.

21:41 او له تا مخكې هم په رسولانو ملنډې وهل شوې دي، خو چا چې په هغوى ملنډې وهلې وې، هغه څه (عذاب) ورباندې راپرېوت چې دوى به پرې ملنډې وهلې.

21:42 ورته ووايه څوک مو د شپې او د ورځې له رحمن څخه ژغورلى شي، خو هغوى د خپل رب له ياده مخ ګرځوونكي دي.

21:43 يا دوى لره له موږه پرته څه نور معبودان شته چې ساتي يې، هغوي خو نه د ځان مرسته كولاى شي او نه له موږه ژغورل كېداى شي.

21:44 خو خبره دا ده چې موږ دوى او پلرونو ته يې دومره د ژوند وسايل وركړل چې زمانه پرې اوږده شوه، آيا دوى نه ويني چې موږ له هرې خوا زمكه راكموو؟ نو آيا دوى برلاسي كېدونكي دي؟