>

د رواد د ژباړې مرکز — 324

21:25 او له تا مخكې مو هېڅ داسې رسول نه دى لېږلى چې هغه ته مو دا وحى نه وې كړې چې يقيناً له ما پرته بل معبود نشته نو (یوازې) زما عبادت كوئ.

21:26 او دوى وويل: رحمان اولاد لري! هغه لره پاكي ده، (نه) بلكى هغوى خو عزتمن بندګان دي.

21:27 له هغه نه په خبرو كې نه وړاندې كيږي او د هغه په امر كار كوي.

21:28 هغه څه هم ورته معلوم دي چې د هغوى په وړاندې دي او هغه هم چې تر شا يې دي، او پرته له هغه چا چې (د الله ورته) رضا وي، بل د هېچا سپارښتنه نه كوي او د هغه له وېرې ډارېدونكي دي.

21:29 او له هغو نه كه هر څوک دا ووايي چې زه له هغه (الله) پرته (په خپله) معبود يم، نو هغه ته د جهنم سزا وركوو، همدغه شان بدله به (ټولو) ظالمانو ته وركوو.

21:30 آيا هغو كسانو چې كافر شوي دا نه دي ليدلي چې آسمانونه او زمكه سره نښتي وو بيا موږ سره بېل كړل، او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا كړ، نو آيا دوى ايمان نه راوړي؟

21:31 او په زمكه مو محکم غرونه پيدا كړل چې په دوى ونه خوخيږي او په هغى كې مو ارتې لارې جوړې كړې چې ښايي لارې ومومي.

21:32 او اسمان مو يو خوندي چت جوړ كړ خو دوى يې له نښانو مخ ګرځوونكي دي.

21:33 او دى هماغه ذات دى چې شپه، ورځ، لمر او سپوږمۍ يې پيدا كړي دي، دا ټول په يو مدار (ګرځندۍ) كې لامبو وهي.

21:34 او له تا مخكې مو هم كوم بشر ته همېشنى ژوند نه دى وركړى، نو كه ته مړ شوې، آيا دوى به تل پاتې کېدونكي وي.

21:35 هر ساكښ د مرګ څكونكى دى او موږ په بدو او ښو (حالاتو كې) ستاسو ازميښت كوو او بيا زموږ لور ته راګرځول كېږئ.