>

د رواد د ژباړې مرکز — 323

21:11 او څومره ډېر کلي مو هلاک کړي چې ظالمان وو، او له هغوی وروسته مو نور قومونه پیدا کړل.

21:12 پس هر کله چې دوی زموږ عذاب ولید، نو یو دم یې ترې څخه منډې کړلې.

21:13 (وويل شول) مه تښتئ او هغو ځايونو ته راوګرځى چې تاسو ته پكې ښه ژوند دركړى شوى و او خپلو كورو ته هم، ښايي تاسو وپوښتل شئ.

21:14 وبه وايي ای هلاکته زموږ! بې شکه موږ ظالمان وو.

21:15 نو دوى تر هغه دا نارې وهلې چې (ښه) رېبلي يخ مړه مو وغورځول.

21:16 او موږ دا آسمان، زمكه او څه يې چې ترمنځه دي، داسې نه دي پيدا كړي چې لوبې کوونکي وو.

21:17 كه چېرې موږ غوښتي وى چې یوه مشغله جوړه كړو نو له خپله لوري به مو جوړه کړې وه، كه موږ د دې كار كوونكي وى.

21:18 خو موږ په باطل باندې د حق ګوزار كوو چې د هغه سرماتوي (په دماغو یې وهي) او يو دم هغه له منځه تلونكى شي او تاسو لره د هغو خبرو له كبله تباهي ده چې خپله يې جوړوئ.

21:19 او هغه لره دي هر هغه څوک چې په اسمانونو او زمكه كې دي، او هغه څوک (ملايک) چې له هغه سره دي نه يې له عبادته لويي كوي او نه ستومانه كيږي.

21:20 شپه او ورځ تسبيح وايي، نه سستيږي.

21:21 آيا دوى د زمكې (له شيانو) نه ځانته معبودان نيولي چې هغوى به هم (مړي) راپاڅوي؟

21:22 كه (په آسمان او زمكه كې) الله نه پرته نور معبودان هم واى نو دواړه به وران (ګډوډ) شوي وى، نو الله د عرش پالونكي لره هغو خبرو نه پاكي ده چې دوى يې جوړوي.

21:23 دى چې څه كوي له هغه نه پوښتل كيږي خو دوى ټول به پوښتل كيږي.

21:24 آيا له هغه پرته يې نور معبودان نيولي؟ ورته ووايه! دليل مو راوړئ! دا (قرآن) د هغه چا بيان دى چې ما سره دي او د هغو چې له ما مخكې وو، بلكې زياتره يې له حقه نا خبره دي نو (ځكه) مخ اړونكي دي.