د رواد د ژباړې مرکز — 319
20:99 موږ همدغسې د پخوانيو تېر شوو خبرونو بيان درته كوو، او خاص له خپله لوري مو تاته يو ذكر (درس) دركړى دى.
20:100 هر څوک چې له هغه نه مخ واړوي نو د قيامت په ورځ به دروند پېټى پورته كړي.
20:101 او دوى به تل ترتله په هغه (عذاب) كې وي او د قيامت په ورځ هغوى لپاره دا ډېر بد پېټى دى.
20:102 هغه ورځ چې په شپېلۍ كې پو كړى شي او مجرمان په هغه ورځ شين سترګي راغونډ كړو.
20:103 خپلو كې به پټ پټ سره وايي چې (دنيا كې به) تاسو ايله لس (ورځې) ځنډېدلي ياست.
20:104 موږ په هغه څه ښه پوه يو چې دوى يې وايي، كله چې یې ډېر عادل (هوښيار) وايي تاسو خو ايلگه پوه ورځ ځنډېدلي ياست.
20:105 او هغوى د غرونو په هكله درنه پوښتنه كوي، نو ورته وايه چې زما رب به يې ټوټه ټوټه والوزوي.
20:106 نو هوار ډاګ به يې پرېږدي.
20:107 چې بيا به هېڅ ټيټه هسكه پكې نه وينې.
20:108 هغه ورځ به ټول د يو بلونكي متابعت كوي چې له هغه به هېڅ كوږوالى نه وي، او ټول غږونه به د رحمٰن پر وړاندې خپ شي نو پرته له كښاري (پسپسک) به څه نه اورې.
20:109 په هغه ورځ به شفاعت څه ګټه نه رسوي مګر چاته چې رحمٰن اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه كړي.
20:110 د دوى په مخكې وروستو (حالاتو) هغه پوهېږي خو دوى په هغه (پوره) علم نه لري.
20:111 او د تل ژوندي او سمبالونكي (الله) په وړاندې به د خلكو مخونه (سرونه) ټيټ شي او نامراد هغه څوک شو چې د ظلم (ګناه) بار يې پورته كړى وي.
20:112 او څوک چې ښه كارونه وكړي او دى مومن وي نو بيا به نه له ظلمه وېرېږي او نه له تاوانه.
20:113 او په همدې توګه مو دا عربي قرآن نازل او په هغه كې مو راز راز اخطارونه راوړي دي، تر څو هغوى (له شره) ځان وساتي يا څه نصيحت ورته پيدا كړي.