>

د رواد د ژباړې مرکز — 318

20:88 بيا يې د خوسكي يوه څېره ورته راووېسته چې رمباړه يې هم درلوده، نو دوى وويل چې همدا ستاسو معبود هم دى او د موسىٰ -علیه السلام- معبود هم، خو له هغه هېر شوى.

20:89 آيا نو دوى نه ګوري چې هغه نه خبره ورګرځولاى شي او نه دوی ته د تاوان او ګټې واک لري؟

20:90 او هارون -علیه السلام- لارړومبى ورته ويلي و چې ای زما قومه! تاسو په دې سره ازميښت كې غورځېدلي ياست، او يقيناً ستاسو رب خو رحمن دى نو ما پسې راځئ او خبره مې ومنئ.

20:91 هغوى وويل: خامخا به د هغه په عبادت ټينـګ ولاړ يو څو چې موږ ته موسىٰ راستون شي.

20:92 (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ای هارونه! كله چې د هغوى بې لاريتوب دې وليد نو څه شي ايسار كړى وې؟

20:93 دا چې زما متابعت دې ونكړ، آيا زما له امره دې سرغړونه وكړه؟

20:94 ووېل (هارون -علیه السلام-) ای زما د مور زويه! مه مې له ږيرې نيسه او مه له سره، زه خو له دې وډار شوم چې بيا به ته وايې: د بني اسرائيلو ترمنځ دې بېلتون واچولو او زما وينا ته دې ونه كتل.

20:95 (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: سامريه ستا څه خبره وه؟

20:96 (سامري) وویل: ما داسې څه كتلي وو چې هغوى نه وو كتلي، نو د هغه رسول (جبريل -علیه السلام-) له پله مې يو موټى راپورته كړ او هغه مې بيا وغورځولو، په همدې توګه زما نفس يو څه راته ښكلي كړل.

20:97 (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: ځه نو، ته به ټول ژوند همدا وايې چې (لاس مه راوړئ!) او يقيناً ستا لپاره يوه وعده ده چې هېڅكله به يې مخالفت ونه كړى شي، او خپل هغه معبود ته دې ګوره چې ته يې په عبادت ټينـګ ولاړ وې، موږ به هغه وسوځوو او ميده ميده به يې په سيند كې ورواچوو.

20:98 بې شکه ستاسو معبود هماغه الله دى چې له هغه پرته كوم بل معبود نشته، له هر څه نه د هغه علم راچاپېر دى.