د رواد د ژباړې مرکز — 316
20:65 هغوى (کوډګرانو) وويل: ای موسىٰ يا به يې ته غورځوې، يا به موږ ړومبي غورځونكي شو؟
20:66 (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: نه تاسي يې وغورځوئ، نو يو دم يې رسۍ ګانې او كونټۍ په كوډو سره موسىٰ (علیه السلام) ته ځغلېدونكې وبرېښېدلې.
20:67 نو موسىٰ (علیه السلام) په خپل زړه كې وېره ومونده.
20:68 موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته برلاسى يې.
20:69 او څه دې چې په لاس كې دي هغه وغورځوه، دوى چې څه جوړ كړي هغه به له ستوني تېروي، دا څه يې چې جوړ كړي، د كوډګرټګي ده، او كوډګر چې هر چېرته راشي نه بريالى كيږي.
20:70 نو كوډګر په سجده پرېوتل، وېلې موږ د هارون او موسىٰ -علیهما السلام- رب ومنلو.
20:71 (فرعون) وويل: تاسو ايمان راوړو مخكې له دې چې زه اجازه دركړم؟ ښكاري چې همدى ستاسو هغه مشر دى چې كوډې يې درښوولې دي، نو حتماً به مو لاسونه او پښې ردوبدلې سره پرې كړم او د كجورو په ونو كې به مو راځوړند كړم او خامخا به وپوهېږئ چې په موږ كې د كوم يوه عذاب سخت او پايښت لرونكى دى.
20:72 (كوډګرو) وويل: تا به هېڅکله په هغه څه غوره ونه ګڼو چې د ښكاره نښانو له جملې موږ ته راغلې، په هغه ذات قسم چې موږ يې پيدا كړي يو، نو ته چې څه كوې هغه وكړه، ته ايله د همدې دنيايي ژوند فيصله كولاى شې.
20:73 موږ په خپل رب ايمان راوړى چې زموږ ګناهونه او دغه كوډې چې تا پرې مجبور كړلو راوبخښي، او الله ډېر غوره او باقي پاتې كېدونكى دى.
20:74 بې شکه هر څوک چې له مجرموالي سره خپل رب ته ورشي نو د هغه لپاره جهنم دى، چې نه به پكې مري او نه به ژوند كولاى شي.
20:75 او څوک چې هغه ته مومن ورشي په داسې حال کې چې سم كارونه يې هم كړي وي، نو د هغوى لپاره لوړې درجې دي.
20:76 د تل استوګنې جنتونه چې ترلاندې به ويالې بهيږي، تل تر تله اوسېدونكي پكې، او دا (یوازې) د هغه چا بدله ده چې ځان يې پاک كړى وي.