د رواد د ژباړې مرکز — 315
20:52 (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د هغو علم زما رب سره په يو كتاب (لوح محفوظ) كې دى، زما له ربه نه څه وركېداى شي او نه څه هېروي.
20:53 هغه چې تاسو ته يې زمكه فرش ګرځولې، په هغې كې يې لارې درته غځولې او له آسمانه يې اوبه درته راتويې كړي دي، بيا په دې سره موږ هر ډول شنيلى راباسو، رنګ په رنګ.
20:54 خورئ او خپل څاروي وڅروئ، يقيناً په دې كې د هوښيارانو لپاره نښانې شته.
20:55 له همدې (زمكې) مو تاسو پيدا كړئ، همدې ته مو بېرته ورولو او له همدې به مو بل وار (هم) راوباسو.
20:56 او موږ هغه (فرعون) ته خپلې ټولې نښانې وروښودې خو دروغ يې وګڼلې او ويې نه منلې.
20:57 (الله تعالی) وویل: ای موسى آيا دې لپاره راته راغلى يې چې په خپلو كوډو مو له خپل وطنه وباسې.
20:58 نو خامخا به همدغسې كوډې درته راوړو، نو زموږ او ستا ترمنځ د وعدې نېټه وټاكه چې نه به يې موږ مخالفت كوو او نه ته، يو منځنى هوار ځاى.
20:59 (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د وعدې نېټه مو هماغه د اختر ورځ، او دا چې خلک دې (هم) څاښت مهال راغونډ كړى شي.
20:60 نو فرعون بېرته وګرځېد، خپلې دسيسې يې راټولې كړې، بيا راغى.
20:61 موسىٰ (علیه السلام) دوى ته وويل: تباه شئ! په الله پورې دروغ مه تړئ، كنه په څه عذاب به مو هلاک كړي، او چا چې دروغ پرې وتړل هغه خامخا نامراده شو.
20:62 نو په خپل كار كې يې ترمنځه اختلاف وكړ او هغه راز يې سره پټ كړو.
20:63 هغوى وويل: دا دواړه خامخا كوډګران دي غواړي چې تاسو په خپلو كوډو سره له خپل وطنه وباسي او ستاسو دا مثالي (غوره) طريقه له منځه يوسي.
20:64 نو خپل چلونه رايو ځاى كړئ او بيا صف صف (کتار کتار) راشئ او بې شكه نن هماغه بريالى دى چې برلاسى شو.