د رواد د ژباړې مرکز — 314
20:38 كله چې ستا مور ته مو هغه څه وحى (الهام) كړل چې وحى (الهام) كېداى شول.
20:39 دا چې هغه په يو صندوق كې واچوه، بيا يې په سيند كې وغورځوه، سيند به يې غاړې ته راواچوي چې زما دښمن او خپله دهغه دښمن به يې راونيسي او له خپل لوري مې پرتا مينه در واچوله چې زما د سترګو لاندې تربيت شې.
20:40 كله چې ستا خور روانه وه، بيا يې وويل: آيا داسې څوک دروښيم چې د هغه روزنه وكړي، نو په دې ډول مو بيرته خپلې مور ته ورستون كړې، چې سترګې يې يخې او اندېښمنه ونه اوسي او (هغه وخت) چې يو كس دې وژلى و، نو موږ له غمه وژغورلې او راز راز مو وازمويلې، بيا څو كاله د مدين خلكو كې واوسېدې، بيا له يو تقدير سره سم راغلې اى موسى.
20:41 او ته مې د خپل ځان لپاره جوړ كړى يې.
20:42 ته او ورور دې زما له نښانو سره ولاړ شئ او زما په يادونه كې سستي مه كوئ.
20:43 دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرغړاند شوى.
20:44 نو دواړه ورته نرمه خبره وكړئ ښايي پند واخلي يا ووېريږي.
20:45 دواړو (موسی او هارون) وويل: زموږ ربه! وېرېږو چې هغه به پر موږ بيړه وكړي (په سزا كې) يا به سرکښي وکړي.
20:46 (الله) وفرمايل: وېرېږئ مه، زه درسره يم، اورم او وينم.
20:47 نو دواړه ورشئ وواياست چې موږ ستا د رب استازي، يو نو بني اسرائيل موږ سره تلو ته پرېږده او مه يې كړوه، دا دى ستا د رب له نښانې سره درته راغلي يو، او په هغه چا سلام دی چې د سمې لارې متابعت وكړي.
20:48 بې شكه موږ ته وحى شوې چې عذاب پر هغه چا دى څوک چې (دا خبره) دروغ ګڼي او مخ ګرځوي.
20:49 (فرعون) ووېل: نو ستاسو رب څوک دى اى موسىٰ؟
20:50 (موسىٰ) وويل: زموږ رب هغه دى چې هر څه ته يې خپل جوړښت وركړ بيا يې ورته لار وښودله.
20:51 ووېل (فرعون): دا پخوا چې كوم نسلونه تېر شوي څه حال يې و؟