>

د رواد د ژباړې مرکز — 313

20:13 او ما غوره کړی يې ته (د پېغمبرۍ لپاره) پس غوږ کیده هغه حکم ته چې تا ته یې وحې کیدلی شي.

20:14 بی شکه همدا زه الله یم چې نشته لائق د عبادت بل هېڅوک پرته له ما، پس یوازې ماته عبادت کوه، او لمونځ کوه زما د یادولو لپاره.

20:15 بی شکه قیامت راتلونکی دی، نږدې ده چې پټ یې وساتم، څو هر نفس ته د هغه د کړنې (پوره) بدله ورکړل شي.

20:16 نو هغه څوک دې ترې ايسار نه كړي چې نه يې مني او خپل هوس پسې روان وي، كنه ته به (هم) هلاک شې.

20:17 او څه دي ستا په ښي لاس کې ای موسی؟

20:18 نو وویل (موسی-علیه السلام-) دا زما امسا ده تکیه کوم پر دې او وهم (څنډم) په دې سره (پاڼې د ونې چې تویې شي) پر ګډو زما او زما لپاره په دې کې نورې ګټې هم دي.

20:19 وویل (الله): وغورځوه دې لره ای موسی.

20:20 نو وغورځوله هغه، نو ناڅاپه دا مار و چې منډې یې وهلې.

20:21 وویل (الله): ویې نېسه او مه ویرېږه ترې، زر دی ګرځوو موږ دې لره لومړني حالت ته.

20:22 او لاس دې تخرګ (ترخ) پورې ولګوه، راوبه وځي تک سپين پرته له عیب نه، دا بله نښه ده.

20:23 چې تاته له خپلو سترو نښانو څه دروښيو.

20:24 لاړ شه فرعون ته یقینا هغه سرکشي کړې ده.

20:25 وویل (موسی -علیه السلام-) ای زما ربه! پرانیځه (پراخه کړه) زما سېنه.

20:26 او آسان کړه کار زما.

20:27 پرانیځه (وسپړه) زما د ژپې غوټه.

20:28 چې پوهه شي (دا خلک) زما په وینا.

20:29 او وګرځوه (وټاکه) ماته یو وزیر (مرستیال) زما د کورنۍ نه.

20:30 چې هغه زما ورور هارون دى.

20:31 په هغه سره مې ملا ټينګه كړې.

20:32 او زما په دې كار كې يې راسره برخمن كړې.

20:33 تر څو دې ډېره پاكي ووايو.

20:34 او تا ډېر یاد کړو.

20:35 ته بې شكه پر موږ ليدونكى يې.

20:36 ويې ویل (الله): ای موسىٰ غوښتنه دې دركړې شوه.

20:37 او يو بل ځل مو هم پر تا احسان كړى و.