>

د رواد د ژباړې مرکز — 312

19:96 بې شكه چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به رحمن د هغوى لپاره په زړونو كې مينه واچوي.

19:97 نو خبره دا ده چې دا موږ ستا په ژبه اسانه (نازل) كړى دى چې متقيانو ته زېرى وركړې او جګړه مار خلك پرې ووېروې.

19:98 او له دوى مخكې مو څومره قومونه تباه كړي؟ آيا (اوس) د كوم يوه څه مومې؟ يايې كښهار اورې؟

20:1 طه [1]

20:2 نه دی نازل کړی موږ پر تا قرآن دې لپاره چې ته پرې وکړېږې.

20:3 مګر يوه يادونه ده، هغه چاته چې وېرېږي.

20:4 د هغه ذات له خوا نازل شوى چې ځمكه او هسک آسمانونه يې پيدا كړي.

20:5 الرحمن (ډېر زیات مهربان) ذات دی پر عرش پورته شوی دی.

20:6 هغه لره دي څه چې په آسمانو، ځمكه، د دواړو تر منځه او لمدې خاورې نه لاندې دي.

20:7 او كه ته په لوړ غږ خبره كوې (حاجت نشته) هغه خو په پټ او ډېره پټه خبره هم پوهيږي.

20:8 الله تعالی دی؛ نشته حقدار د بندګۍ مګر هغه دی، خاص هغه لره دي ښایسته ښایسته نومونه.

20:9 او آیا راغلی تا ته خبر د موسی -علیه السلام-؟

20:10 كله چې یې اور وليد، نو خپل ټبر ته يې وويل: لږ تم شئ، ما يو اور وليدو، ښايي تاسو ته كومه سكروټه راوړم، يا په دې اور سره څه لارښوونه ومومم.

20:11 پس کله چې راغی هغه (اور ته) نو غږ ورته وکړای شو چې ای موسی (عليه السلام).

20:12 یقینا زه (خبرې کوونکی) ستا رب یم نو وباسه خپلې څپلۍ یقینا ته د طوی په پاکه دره کې یې.