د رواد د ژباړې مرکز — 311
19:77 آيا هغه كس دې وليدو چې زموږ له آيتونو انكار كوي او وايي چې ماته خو به مال او اولاد همداسې راكول كيږي.
19:78 آيا هغه له غيبو خبر شوى كه له رحمن نه يې څه لوز اخيستى؟
19:79 هيڅكله داسې نه ده، موږ هغه څه ليكو چې دى يې وايي او هغه ته به عذاب لا ورزيات کړو.
19:80 او څه چې دا يادوي، هغه به موږ ته راپاتې او ايكى يوازې به راځي.
19:81 او دوى الله نه پرته څه خدايان نيولي چې د دوى لپاره ملاتړي وي.
19:82 هيڅكله نه، هغوى به يې له عبادته منكر او د دوى پر ضد (دښمنان) شي.
19:83 آيا نه دې دي ليدلي چې شيطانان مو دغو منكرانو ته ورخوشي كړي چې دوى (د حق دښمنۍ ته) ښه وهڅوي.
19:84 نو پر دوى تلوار مه كوه، موږ حقيقتاً د دوى لپاره (ورځې) شمارو.
19:85 هغه ورځ چې متقيان (ځان ساتونكي) به لكه بلل شوي مېلمانه رحمن ته راغونډ كړو.
19:86 او مجرمان به د جهنم لور ته (د تږو څارويو په شان) ور وشړو.
19:87 د سپارښتنې واك به نه شي تر لاسه كولاى، پرته له هغه چې الله نه يې لوز اخيستى وي.
19:88 او دوى وايي چې رحمن څوك په زویتوب نيولي .
19:89 يقيناً ډېره بده ناوړه خبره مو كړې ده.
19:90 نږدې ده چې اسمانونه ترې وچوي، ځمكه څيرې شي او غرونه دړې وړې راپرېوځي.
19:91 په دې چې رحمن ته يې د اولاد د شتون دعوی كړې ده.
19:92 او رحمن ته نه ښايي چې (څوك) اولاد ونيسي.
19:93 څه (خلك) چې په اسمانو او ځمكه كې دي، ټول رحمن ته د بنده په توګه ورتلونكي دي.
19:94 خامخا هغوى يې راګير كړي او (ښه يې) شمېرلي دي.
19:95 او دوى ټول هغه ته يو يو ورتلونكي دي.