د رواد د ژباړې مرکز — 31
2:197 د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو.
2:198 نشته په تاسې باندې هیڅ ګناه په دې کې چې غواړئ فضل (روزي) د رب خپل، نو هر کله چې راکوز شئ له عرفات څخه نو له مشعر الحرام (د مزدلفې وروستۍ برخې) سره د الله تعالی ذکر (یادونه) کوئ او هغه شان یې یادوئ، لکه څنکه یې چې تاسي ته لارښوونه کړې ده، که نه نو تاسي له دې وړاندې له ګمراهانو ځینې واست.
2:199 بیا له هغه لوري راکوز شئ (له عرفات څخه) له کوم لوري چې خلک راکوزېږي او له الله څخه بخښنه وغواړئ، بېشکه الله تعالی بخښونکی او رحیم دی.
2:200 نو کله مو چې د حج مناسک ترسره کړل، نو د الله د تعالی داسې یادونه وکړئ، لکه څنګه به مو چې خپل پلرونه (د جاهلیت پر مهال په ویاړ) یادول، بلکې له هغې هم زیات، نو له خلکو نه ځینې داسې دي چې وايي: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا کې (زموږ برخه او نعمتونه) راکړه، نو داسې (انسان) ته په آخرت کې هیڅ برخه نشته.
2:201 او له دوی نه ځینې هغه څوک دي، چې وايي: اې زموږ ربه، موږ ته په دې دنیا (لږ ژوند) کې ښېګڼه (نعمت) راکړه او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت) راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.
2:202 د دغو کسانو لپاره د خپلو کړنو (نېکو اعمالو) په سبب (لویه) برخه ده او الله تعالی ډېر ژر حساب اخیستونکی دی.