د رواد د ژباړې مرکز — 308
19:39 او ووېروه دوی د پښېمانتیا له ورځې، کله چې د کارونو پرېکړه وشي، او دوی (اوس) په غفلت کې دي او ایمان نه راوړي.
19:40 یقینا موږ اخري مالکان یو د ځمکې او د هغه چا چې په ځمکه کې دي او یوازې موږ ته به را وګرځول شي دا ټول.
19:41 او یاد کړه (ای پیغمبره! دې خلکو ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) ابراهیم، یقینا هغه ډیر ریښتیا ویونکی نبي و.
19:42 کله چې وویل (ابراهیم) خپل پلار ته: ای زما پلار جانه! ولی د هغه چا بندګي کوې چې نه څه اوري او نه څه ویني، او نه له تا نه څه لرې کولی شي.
19:43 ای پلاره جانه! بې شکه ما ته هغه علم (وحې) راغلی چې تا ته نه دی راغلی، نو زما پېروي وکړه چې سمه لار در وښایم.
19:44 ای پلار جانه! د شیطان عبادت مه کوه؛ بې شکه شیطان د رحمن ذات نافرمانه دی.
19:45 ای پلاره جانه! بې شکه زه له دې ویریږم چې تا ته د رحمن ذات لخوا عذاب در ورسي، نو ته به د شیطان ملګری شې.
19:46 وویل (پلار د ابراهیم) آیا ته زما د معبودانو (له عبادت) څخه مخ ګرځوونکی يې ای ابراهیمه! که (له دې) منع نه شوې نو خامخا به دې په تیږو وولم، او ما پریږده ډیره زمانه.
19:47 وویل (ابراهیم -علیه السلام-) سلام (د رخصتۍ) دې وي پر تا، زر دی چې له خپل ربه نه تا ته بخښنه وغواړم، یقینا هغه پر ما ډیر مهربان دی.
19:48 زه له تاسي او هغو باطلو معبودانو ګوښه کېږم چې تاسي يې له الله پرته رابلئ، او زه به خپل رب رابلم، هيله ده چې زه د خپل رب په بلنه نا هیلی نه شم.
19:49 هر کله چې هغه ګوښه شو له دوی نه او له هغه چا نه چې هغوی یې له الله پرته بندګي کوله؛ نو ورکړ موږ ده ته اسحاق (زوی) او یعقوب (لمسی)، او هر یو مو پیغمبر وګرځولو.
19:50 او وکړي و موږ دوی (دري واړو) ته خپل رحمتونه، او دوی لپاره مو د ریښتینې ژبې لوړ (یاد) ګرځولی و.
19:51 او یاد کړه (ای پیغمبره! دوی ته) په کتاب (قرآن) کې (کیسه د) موسی -علیه السلام-، بې شکه چې هغه یو سوچه شوی رسول او نبي.