د رواد د ژباړې مرکز — 307
19:26 نو خوره، او څښه او خپلې سترګې يخې كړه بيا كه كوم يو انسان دې وليده نو ورته ووايه چې ما درحمن له پاره روژه نذر منلې ده، له دې امله نن به زه له هېچا سره خبرې ونه كړم.
19:27 نو راوړ مریم -علیها السلام- هغه (خپل زوی) خپل قوم ته په خپله غیږه کې، وویل دوی: ای مریم! یقینا تا راتلل وکړل یو شي ډیر ناکاره ته.
19:28 ای خور د هارون! نه و پلار ستا سړی د بدې او نه وه مور ستا بد کاره.
19:29 نو اشاره وکړه (مریم) هغه بچي ته، نو هغوی وویل: څرنګه خبرې وکړو موږ په زانګو کې له کوچني سره.
19:30 وویل (عیسی -علیه السلام-) چې بې شکه زه د الله بنده یم؛ ما ته یې کتاب راکړی او زه یې نبي ګرځولی یم.
19:31 او زه یې برکت مند ګرځولی یم هر ځای کې چې وم، او د لمانځه زکات سپارښتنه یې راته کړې څو چې زه ژوندی یم.
19:32 او (ګرځولی یم زه) نیکي کوونکی له مور خپلې سره اونه یې یم ګرځولی زه سرکښه بدبخته.
19:33 او سلام دی پر ما په هغه ورځ چې پیداشوی یم او په کومه ورځ چې به مړ کیږم او په کومه ورځ چې به ژوندی راپورته کیږم.
19:34 دغه دى د مريم زوى عيسى او دغه ده د هغه په باب هغه ريښتوني خبره چې په هغې كې خلك شك كوي.
19:35 نه ښایې الله تعالی لره چې ودې نیسي بچی، پاک دی هغه د بچو نه، کله چې اراده وکړي د یو کار د کولو نو ووایي هغه ته وشه نو هغه وشي.
19:36 او یقینا الله تعالی رب زما او رب ستاسي دی نو (یوازې) د هغه بندګي وکړئ، دا ده سمه نیغه لار.
19:37 نو اختلاف وکړو ډلو د دوی ترمنځ (په باره د عیسی -علیه السلام-) کې، نو تباهي ده کافرانو لره د د لويې ورځې له حاضرۍ نه.
19:38 څه ډیر ښه اوریدنکي به وي دوی او څه ډیر ښه لیدونکي به وي دوی په هغې ورځې کې چې رابه شي دوی موږ ته، لیکن ظالمان خلک نن ورځ په ګمراهۍ ښکاره کې دي.