د رواد د ژباړې مرکز — 306
19:12 ای یحیی! کتاب (تورات) ټینګ ونیسه، او ورکړې وه موږ ده ته د دین پوهه په وړوکوالي کې.
19:13 او له خپل لوري مو خواخوږي او پاكي وركړې وه، او هغه پرهېزګار (سړى) و.
19:14 او نیکي کوونکی و د مور او پلار سره، او نه و سرکښ او نافرمان.
19:15 او سلام دی پر هغه په كومه ورځ چې هغه پيدا شو او په كومه ورځ چې هغه وفات شي او په كومه ورځ چې هغه ژوندى راپاڅول شي.
19:16 او یاد کړه په دغه کتاب کې (کېسه د) مریم کله چې په څنګ شوه (لاړه) له کورنۍ خپلې هغه ځای ته چې (د کور په) ختیځه (ډډه) کې و.
19:17 او له هغو نه پرده نيولې (ناسته وه)، نو هغې ته مو خپل روح (جبرائيل) ورولېږلو او هغه ورته بالكل د يو بشر په شكل ورڅرګند شو.
19:18 هغې وویل: یقینا زه له تا څخه پناه وړم رحمن ذات ته، که ېې ته د الله تعالی نه ویره کوونکی.
19:19 وویل (جبریل -علیه السلام-): یقینا زه رالیږل شوی (ملک) یم ستا د رب له خوا د دې لپاره چې تا ته یو پاک هلک درکړم.
19:20 وویل (مریم -علیها السلام-): څنګه به زما هلک وي؟! او حال دا دی چې لاس نه دی لګولی زما سره هېڅ انسان او نه زه بدکاره یم.
19:21 جبریل -علیه السلام- ورته وویل: همداسې به ته يې، ستا رب ویلي دا کار په ما باندې اسان دی، او له دې لپاره چې ویې ګرځوو له خپل لوري خلکو ته رحمت، او دا داسې کار دی چې له مخکې یې پریکړه شوې.
19:22 نو حامله شوه (مریم) په ده (عیسی) سره نو په ډډه شوه سره له دغه (عیسی) یو لرې ځای ته.
19:23 د زوکړې درد دې لره د کجورې تنې ته راوستله، نو ویې ویل: های ارمان چې زه له دې وړاندې مړه وی او هیره شوی او له زړونو وتلې وای.
19:24 پس اواز ورته وکړو (عیسی-علیه السلام-) د لاندې طرف د هغې نه: خپګان مه کوه یقینا پیداکړې ستا رب ستا نه لاندې یوه چینه.
19:25 او وخوځوه (وڅنډه) خپل ځان ته تنه د کجورې راوغورځوي به په تا باندې تازه تازه کجورې راشوکول شوې.