د رواد د ژباړې مرکز — 305
19:1 كهيعص [1].
19:2 دغه یاد دی ستا د رب د رحمت پر خپل بنده چې زکریا و.
19:3 کله چې یې اواز وکړ خپل رب ته په پټ اواز سره.
19:4 ووېل: زما ربه! هډوكي مې كمزوري شوي او سر مې له ډېر زوړوالي (سپين) ځليږي، او زه خو له تا نه په غوښتنه كې اې زما ربه نامراده شوى هم نه يم.
19:5 او بې شکه زه ویریږم له دې خپلوانو (خپلو) چې زما نه وروسته دي (په دین باندې)، او ښځه زما هم شنډه ده؛ نو راوبخښه ما ته خاص له خپل طرفه څوک دین سمبالوونکی.
19:6 چې وارث شي زما په دین کې او وارث شي د کورنۍ د یعقوب -علیه السلام- په دین کې، او وګرځوه هغه لره غوره.
19:7 (اواز وشو) ای زکریا! یقینا زیری درکوو تا ته په یو هلک چې نوم یې یحیی دی، نه دی ګرځولی موږ څوک مخکې له ده نه د ده هم نامی.
19:8 وویل (زکریا): ای ربه زما څرنګه به وي ما لره هلک او زما ښځه شنډه ده، او یقینا رسیدلی یم زه له زوړوالي نه ډیرې کمزورتیا ته.
19:9 وویل: همداسې ستا رب ویلي چي دا کار پر ما آسان دی؛ په داسې حال کې چې ته مې پخوا پیدا کړی یې هېڅ هم نه وې.
19:10 وویل (زکریا -علیه السلام-): ای ربه زما! وګرځوه زما لپاره یوه ځانګړې نښه، وویل هغه: نښه ستا دا داه چې خبرې به نشې کولی له خلکو سره درې شپې او حال دا چې روغ به هم یې.
19:11 نو خپل قوم ته له عبادت خونې څخه راووت، نو په اشاره ئې وویل هغوی ته چې تسبیح ووایاست سبا او بیګا.