د رواد د ژباړې مرکز — 304
18:98 (ذوالقرنين) وويل: دا زما د رب له خوا يوه مهرباني ده، نو كله چې زما د رب وعده راشي نو دا به هوار ميده ميده كړي او زما د رب وعده رښتينې ده.
18:99 او په هغه ورځ به خلک پرېږدو چې (د څپو په څېر) يو بل كې سره ګډ شي او شپېلۍ به پو كړى شي نو ټول به (يو ځاى) راغونډ كړو.
18:100 او په هماغه ورځ به كافرانو ته جهنم ورمخې ته كړو.
18:101 هغوى چې زما له ياده (نصيحته) يې سترګې په پردو كې وې او (حق خبره يې) اورېدلى هم نه شوه.
18:102 نو آيا هغه خلک چې كافر شوي دا ګومان کوي چې له ما پرته زما بندګان خپل ملګري (معبودان) ونيسي؟ د دغه شان كافرانو د مېلمستيا لپاره مو جهنم تيار كړى دى.
18:103 ورته ووايه: چې آيا په عمل كې تر ټولو تاواني خلک دروښيم؟
18:104 هغوى (دي) چې په دنيايي ژوند كې يې ټولې هڅې بې لارې شوې دي خو دا ګومان كوي چې دوى ښه كارونه كوي.
18:105 دا هغه كسان دي چې د خپل رب له آيتونو او هغه سره مخامېدلو نه منكر شول او ټول عملونه يې عبث لاړل نو موږ به هغوى ته د قيامت په ورځ څه وزن ورنكړو.
18:106 (خبره) دا ده چې سزا د دوی جهنم ده، په دې چې كافر شوي او زما پر آيتونو او رسولانو يې ملنډې وهلې دي.
18:107 يقيناً هغو كسانو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي، د هغوى لپاره به د فردوس باغونه مېلمستيا وي.
18:108 تل به پكى اوسېدونكي وي، هېڅكله به له هغه ځايه بدلېدل ونه غواړي.
18:109 ووايه: كه چېرې سمندر زما د رب د خبرو سياهي شي نو هغه به هم ختمه شي، له هغه مخكې چې زما د رب خبرې پاى ته ورسېږي، كه څه هم همدومره ورسره نوره كومكي راوړو.
18:110 ووايه: خبره دا ده چې زه خو ستاسو په شان يو انسان يم، ماته وحى شوې چې بې شكه ستاسو معبود هماغه يو معبود دى، نو هر څوک چې له خپل رب سره د ملاقات هيله لري هغه دې سم كارونه وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې بل هېڅوك نه شريكوي.