>

د رواد د ژباړې مرکز — 303

18:84 بې شکه موږ هغه ته په زمكه كې قدرت وركړى و او هر ډول اسباب مو وركړي وو.

18:85 نو روان شو په یوه لاره.

18:86 تر دې چې د لمر ډوبېدو تر حده ورسېدلو، او هغه يې داسې وموندلو چې په يوه توره چيكړه چينه كې ډوبيږي او ورسره يې يو قوم هم وموندو، موږ وويل: ای ذوالقرنينه! (خوښه دې) يا يې په عذاب كړه او يا ورسره ښه چلند ونيسه.

18:87 هغه وويل: هر هغه څوک چې له دوى نه ظلم وكړي نو موږ به هغه ته څه سزا وركړو، بيا به د خپل رب لور ته ورستون كړى شي او هغه به (لا) سخته سزا وركړي.

18:88 خو څوک چې ايمان راوړي او سم كارونه وكړي نو د هغه لپاره غوره بدله ده او موږ به هم په خپلو چارو كې اسانه حكم وركړو.

18:89 بیا په (یوه بله) لاره روان شو.

18:90 تر دې چې د لمر خاته حد ته ورسېدو نو هغه يې ولېدو چې په يو داسې قوم راخيژي چې له هغه نه د پټېدو څه شى مو نه و وركړى.

18:91 همداسې و، او له هغه سره چې څه و، موږ ته يې علم و.

18:92 بیا په (یوه بله) لاره روان شو.

18:93 تر دې چې دوو غرونو منځ ته ورسېدو، نو له هغو سره يې داسې يو قوم بياموندو چې نږدې نه وه چې (د ذوالقرنين) په خبره وپوهېږي.

18:94 دوی وویل: ای ذوالقرنین! بی شکه چې یاجوج او ماجوج فساد کوونکي دي په زمکه کې نو آیا موږ تاته محصول (خرچه) درکړو چې ته زموږ او د هغوی تر منځ یو غټ دېوال جوړ کړې؟

18:95 هغه وويل: زما رب چې ماته د كوم شي وس راكړى، هغه غوره دى نو تاسو ما سره په (ځاني) طاقت مرسته وكړئ چې ستاسو او د هغوی ترمنځ يو دېوال جوړ كړم.

18:96 ماته اوسپنيزې تختېراوړئ تر دې چې هغه د دواړو غرونو ترمنځ (دېوال) برابر كړ، وېلې: (اوس) پو كړئ، تر دې چې هغه يې (بالكل) اور وګرځولو، وېلې: راوړئ چې اوس ويلې شوې تامبه (مس یا پیتل) پرې واچوم.

18:97 نو بيا هغوى (يأجوج او مأجوج) نه ورباندې راختلى شول او نه يې پكې سورى كولى شو.