>

د رواد د ژباړې مرکز — 301

18:62 نو كله چې تېر شول خپل ځوان (خدمتګار) ته يې وويل: راوړه هغه زموږ سبا نارى! په دې سفر كې خو له ډېرې ستومانۍ سره مخامخ شولو.

18:63 (ځوان خدمتګار) وویل: تا وليدل؟ كله چې هغه لوى ګټ سره مو دمه كړې وه، نو هماغلته كب رانه هېر شو، او له شيطانه پرته بل هېڅ شي نه دى رانه هېر كړى چې په ياد يې ولرم، او (كب) په عجيبه توګه سمندر كې خپله لار ونيوله.

18:64 موسىٰ -عليه السلام- وويل: موږ خو همدا غوښتل، نو دواړه قدم په قدم په شا راستانه شول.

18:65 نو زموږ له بندګانو يې يو بنده وموندلو چې هغه ته مو له خپل لوري رحمت وركړى و او له خپلې خوا مو په يو (خاص) علم پوه كړى و.

18:66 موسىٰ -علیه السلام- هغه ته وويل: آيا زه دې متابعت وكړم تر څو ماته هم د سمې لارې هغه علم راوښيي چې تاته دركړى شوى؟

18:67 هغه وویل: ته له ماسره صبر نشې كولاى.

18:68 او په هغه څه به څنګه صبر وكړې چې ته نه يې ترې خبر.

18:69 موسىٰ -علیه السلام- وويل: ان شاء الله (که الله وغواړي) ما به صابر ومومې او په هېڅ كار كې به دې سرغړونه ونه كړم.

18:70 ويلې: (ښه) نو كه په ما پسې ځې، بيا به مې تر هغه په يو شي كې نه پوښتې چې ما يې خپله يادونه درته نه وي كړې.

18:71 نو دواړه روان شول تر دې چې په بېړۍ كې سپاره شول نو هغه (خضر) سورى پكې وكړ، (موسىٰ -علیه السلام-) وويل: د دې لپاره دې سورۍ كړه چې خلک يې ډوب كړې؟ تا خو يو سخت (بد) كار وكړ.

18:72 هغه وويل: نه مې و درته ويلي چې ته به ما سره صبر ونكړى شې؟

18:73 (موسىٰ -علیه السلام ـ) ورته وويل: په هغه څه مې مه نيسه چې رانه هېر شوې وي او زما په (دې) كار كې سختي مه راباندې كوه.

18:74 بيا روان شول تر دې چې له يو هلک سره مخ شول، نو هغه يې ووژلو! (موسىٰ- علیه السلام-) وويل: آيا تا يو بې ګناه كس د بل كس د بدل نه پرته ووژلو؟ دا خو دې يو بد كار وكړ.