>

د رواد د ژباړې مرکز — 294

18:5 په دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي.

18:6 نو ښايې ته له ډېره غمه د هغوى په وروسته ګرځېدو د خپل ځان وژونكى يې، كه په دې خبره يې ايمان رانه وړلو.

18:7 څه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى.

18:8 او څه چې پر هغې دي، يقيناً موږ يې هوار ډاګ جوړونكي يو.

18:9 آيا ته انګېرې چې د سمڅې او تختې والا زموږ له عجيبه نښانو څخه دي؟

18:10 كله چې هغو زلميانو سمڅې ته پناه يوړه نو ويې ويل: زموږ ربه! له خپل لوري دې موږ ته رحمت راكړه او په (دې) كار كې مو سمون راوله.

18:11 نو هغوى مو په هماغې سمڅه كې یو شمېر كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل.

18:12 بيا مو را پاڅول ترڅو وګورو د هغو له دوو ډلونه كومه يوه د خپلې استوګنې موده ښه شميرلاى شي.

18:13 موږ یې ریښتیني کیسه درته کوو، هغوى څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و او موږ یې هدايت لا ور زیات کړ.

18:14 او د هغوى زړونه مو لا هغه مهال ورټينـګ كړي و كله چې دوى پاڅېدل او ويې ويل: زموږ رب خو هماغه د آسمانو او ځمكې رب دى، هېڅكله به له هغه پرته بل معبود راونه بولو، كنه بيا خو به مو ډېره غلطه خبره كړي وي.

18:15 زموږ دې قوم خو د الله نه پرته نور معبودان نيولي دي، د هغوى لپاره ولې كوم څرګند دليل نه راوړي؟ نو څوک به له هغه چا ډېر ظالم وي چې الله پورې دروغ تړي؟