>

د رواد د ژباړې مرکز — 292

17:97 او چاته چې الله سمه لار ښيي نو همدى لار موندونكى دى او څوک چې بې لارې كړي نو بيا به له هغه پرته څوک دوستان ورته ونه مومې، او د قيامت په ورځ به يې پړمخې ړانده، ګونګيان او كاڼه راغونډوو، استوګنځى به يې جهنم وي، هر كله چې لږ غلی شى لا به يې لمبې زياتوو.

17:98 همدا يې سزا ده ځكه چې دوى زموږ په آيتونو كافر شوي او ويلي يې وو: آيا كله چې موږ رژېدلي هډوكي او خاورې شو نو بيا به له نوي سره راپاڅولى شو.

17:99 آيا نه ګوري چې كوم الله اسمانونه او ځمكه پيدا كړي هغه په دې هم قادر دى چې د دوى په شان څه پيدا كړي (خو) د دوى لپاره يې نېټه ټاكلې ده چې هېڅ شک پكې نشته، خو دا ظالمان له انكاره پرته بل څه نه مني.

17:100 ورته ووايه كه ستاسو په لاس كې زما د رب د رحمتونو خزانې واى نو د لګښت له وېرې به مو هغه هم (په كنجوسۍ سره) ساتلې واى او انسان خو دى تنګ زړى.

17:101 او موسىٰ (علیه السلام) ته مو نهه څرګندې نښانې وركړې وې نو له بنى اسرائيلو پوښتنه وكړه كله چې دوى ته ورغى نو فرعون ورته وويل: ای موسىٰ زه ګومان كوم چې په تا كوډې شوې دي.

17:102 وېلې ته خو پوهېږي چې دغه سترګې پرانيستونكې نښانې د اسمانو او ځمكى له رب نه پرته بل چا نه دي نازلې كړې او ای فرعونه په تا مې د تباه كېدونكي ګومان دى.

17:103 نو ويې غوښتل (فرعون) چې دوى (بنى اسرائيل) له هغې ځمكې وشړي، نو بيا مو هغه (فرعون) او څوک چې ورسره وو، ټول ډوب كړل.

17:104 او له هغه وروسته مو بني اسرائيلو ته وويل چې په هغه ځمكه كې تاسو اوسېږئ، نو كله چې د آخرت نېټه راشي، تاسو به ټول يوځاى راحاضر كړو.