د رواد د ژباړې مرکز — 291
17:87 خو ستا د رب رحمت دى، يقيناً پر تا د هغه ستره پېرزوينه ده.
17:88 ورته ووايه كه دا ګرد انسانان او پېريان په دې راغونډ شي چې د دې قرآن مثال راوړي، نو را به يې نه وړي كه څه هم يو د بل مرستيالان هم شي.
17:89 او حقيقتاً موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړ، خو زياترو خلكو پرته له انكاره (او ناشكرۍ) بل څه ونه منل.
17:90 او ويې ويل: تر هغو به دې ونه منو چې له دې ځمكې دې يوه چينه راته بهولې نه وي.
17:91 يا ستا لپاره د كجورو او انګورو يو باغ وي چې په منځ كې يې بهېدلې ويالې روانې كړې.
17:92 يا ته پر موږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لكه چې دعوه كوې، يا الله او پرښتې موږ ته مخامخ راولې.
17:93 يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور وي، يا ته اسمان ته وخېژې، او لا په ختلو دې هم باور نه كوو، څو چې يو داسې كتاب موږ ته را نازل نه كړې چې موږ یې ولولو! ورته ووايه: زما رب لره پاكي ده، آيا زه له يو رالېږل شوي انسان پرته بل څه يم؟!
17:94 او كله چې دغو خلكو ته هدايت راغى نو له ايمان راوړلو نه كوم بل شي ايسار نه كړل پرته له دې چې ويل به يې: آيا الله يو انسان د رسول په توګه رالېږلى؟
17:95 ورته وايه: كه چېرې په ځمكه كې ملايكې ډاډه ګرځېداى راګرځېداى نو خامخا به مو پر هغوى له اسمانه كوم ملايک د رسول په توګه ور نازل كړى واى.
17:96 ورته ووايه: زما او ستاسو ترمنځ (يوازې) الله د شاهد په توګه بس دى، بې شكه هماغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.