>

د رواد د ژباړې مرکز — 290

17:76 او بى شكه نږدې و چې دوى دې له دغې زمكې (سيمې) وښویوي څو ترې دې وباسي، خو بيا به خپله دوى هم له تا وروسته ونه ځنډيږى، مګر ډېر لږ.

17:77 دا زموږ کړنلاره ده د هغو رسولانو په هكله چې له تا مخكې مو لېږلي وو او زموږ د کړنلارې څه بدلون به نه مومې.

17:78 لمونځ كوه د لمر له زواله د شپې ترږمۍ پورې او د سهار قرائت هم كوه، بې شكه د سهار د قرائت شاهدي ويل كيږي.

17:79 او د شپې تهجد كوه چې ستا لپاره نفل دي، ښايي چې رب دې يو ستايلي مقام ته ولېږي.

17:80 او ووايه چې ای زما ربه! هر چېرته مې چې ننباسې نو له رښتينولۍ سره مې ننباسه او چې له هره ځايه مې باسې نو له رښتينولۍ سره مې وباسه او له خپل لوري ماته يو قوت مرستندوى وګرځوه.

17:81 او وايه چې حق راغى او باطل له منځه ولاړ، يقيناً باطل له منځه تلونكى دى.

17:82 او موږ د دې قرآن په لړ كې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى خو ظالمانو ته له تاوانه پرته بل څه نه ورزياتوي.

17:83 او كله چې په انسان پېرزوينه كوو نو مخ ګرځوي او لرې شي، او چې كله بدي ورته ورسېږې نو بيا ناهيلى وي.

17:84 ورته ووايه چې هر څوک په خپله كړنلاره عمل كوي، نو (يوازې) رب مو ښه پوه دى چې څوک پر سمه لار دى.

17:85 او هغوى د روح په هكله له تا پوښتنه كوي، ورته وايه: روح خو زما د رب له امر (له علم يا پيدايښته) ده او تاسو ته له پوهنې څه نه دې دركړل شوي مګر ډېر لږ.

17:86 او كه موږ وغواړو هغه څه به درنه يوسو چې تاته مو وحى كړي بيا به زموږ پر خلاف كوم وكيل (ملاتړ) په دې هكله ونه مومې.