د رواد د ژباړې مرکز — 288
17:59 او موږ د نښانو له لېږلو نه بل څه نه يو ايسار كړي مګر دا چې له دوې مخكې خلكو هغه دروغ ګڼلي وو، او (لكه چې) ثموديانو ته مو په څرګنده اوښه راوستله خو هغوى ظلم پرې وكړ او (دا) نښانې موږ پرته له وېرولو د بل څه لپاره نه لېږو.
17:60 او كله چې موږ درته وويل: بې شكه ستا رب دا خلک را ايسار كړي دي، او دغه څه چې تاته مو ښودلي دى او هغه ونه چې په دې قرآن كې لعنت پرې شوى، موږ د دې خلكو لپاره صرف يوه فتنه ګرځولې او دوى بيا بيا وېروو خو پرته د لويې سركښي نه بل څه نه ورزياتوي.
17:61 او كله مو چې ملايكو ته وويل: آدم ته سجده وكړئ نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه، ويې ویل: آیا زه هغه چاته سجده وكړم چې تا له خټې پيدا كړى؟
17:62 ويې ويل: خبر راكړه! دا (كوم يو) چې دې پر ما غوره وګرځولو، (آیا د دې وړ دی؟) كه زه خو دې د قيامت تر ورځې پورې وځنډولم نو خامخا به يې له كمو پرته د اولادې سټه وباسم.
17:63 (الله تعالی) وويل: ځه (لاړ شه) خو له هغوى نه چې هر چا ستا تابعداري وكړه نو بې شكه ستاسو لپاره به جهنم بشپړه سزا وي.
17:64 او له هغوى نه چې هر څوک په خپله بلنه ښويولاى شې ويې ښويوه، خپل سپاره او پلي دې ورباندې راوله، په مالو او ځانو كې ورسره شريک شه او وعدې وركړه، او (حال دا چې) د شيطان وعدې له دوكې پرته بل څه نه دي.
17:65 بې شكه زما پر (سوچه) بندګانو به ستا كوم برلاسى نه وي، او ستا رب د ساتونكي په توګه بس دى.
17:66 ستاسو رب هغه دى چې په سمندر كې بېړۍ درته روانوي تر څو د هغه فضل (حلال رزق) ولټوئ، يقيناً هغه پر تاسو مهربان دى.