د رواد د ژباړې مرکز — 287
17:50 ورته ووايه: (ځئ) كاڼي يا اوسپنې شئ.
17:51 او يا كوم بل داسې مخلوق چې ستاسو په سینو (زړونو) كې ډېر لوى (كلك) ښكاري، نو بيا به هم دوى وايي: څوک مو بېرته راولي؟ ورته وايه هماغه ذات چې په لومړي ځل يې پيدا كړي یاست، بيا به نو سرونه درته خوځوي وايي به دا به نو كله وي؟ ورته وايه: ښايي هغه نږدې وي.
17:52 كومه ورځ چې تاسو راوبلي نو تاسو به يې له ستاينې سره بلنه ومنئ او ګومان به كوئ چې له څه كم وخته پرته نه یاست ځنډېدلي.
17:53 او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان د انسان يو څرګند غليم دى.
17:54 ستاسو رب ډېر ښه درباندې پوه دى، كه خوښه يې شي رحم به درباندې وكړي يا يې كه وغوښتل په عذاب به مو كړي او ته مو پر دوى څارونكى نه يې ټاكلى.
17:55 او ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې په آسمانو او زمكه كې دي، او موږ ځينو نبيانو ته پر ځينو غټه مرتبه وركړې ده او موږ داود ته زبور وركړى ؤ.
17:56 ورته ووايه: هغه معبودان مو راوبلئ چې تاسي يې له هغه (الله) پرته (خپل چارواكي) ګڼئ، نو نه خو د ضرر لرې کولو څه توان لري او نه د راګرځولو.
17:57 دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ډېر ورنږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي، يقيناً ستا د رب عذاب د وېرې وړ دى.
17:58 او داسې كوم كلى به نه وى چې موږ يې له قيامت ورځې نه مخكې تباه كوونكي يا سخت عذاب وركوونكي نه يو، دا په (الهي) كتاب كې ليكل شوي دى.