د رواد د ژباړې مرکز — 286
17:39 دا هغه د حكمت خبرې دي چې خپل رب دې تاته وحى كړې دي، او (پام كوه) الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كنه بيا به جهنم كې پړ او ټېله شوى غورځول كېږې.
17:40 آيا رب مو تاسو ته زامن در پېرزو كړل او خپل ځان ته يې ملايكې لوڼې ونيولې، يقيناً تاسو ډېره لويه (غلطه) خبره كوئ.
17:41 او موږ په دې قرآن كې راز راز بيان وكړ چې خلک پند واخلي، خو له حقه تښتېدلو پرته نور څه نه ور زياتوي.
17:42 ورته ووايه چې كه هغه (الله) سره نور معبودان هم واى لكه دوى چې وايي نو بيا خو به هغه هم حتماً د عرش څښتن (مقام) ته لار لټولې وه.
17:43 هغه لره پاکي ده، او له هغو خبرو ډېر پورته دى چې دوى يې وايي.
17:44 اوه واړه اسمانونه، زمكه او څه چې په هغو كې دي، ټول د هغه پاكي وايي او داسې هېڅ شى نشته چې له ستاينې سره د هغه پاكي نه وايي خو تاسي يې په تسبيح نه پوهېږئ بې شكه هغه د ډېر زغم والا بخښونكى دى.
17:45 او كله چې ته قرآن لولې نو ستا او په آخرت ايمان نه راوړونكو ترمنځ يوه پټه پرده اچوو.
17:46 او په زړونو يې داسې پردې وراچوو چې دوى ورباندې پوه نه شي او په غوږو كې يې كوڼوالى، او كله چې ته په قرآن كې يوازې خپل رب يادوې نو هغوى بيا په كركه شاته وګرځي.
17:47 موږ يې د غوږ نيولو په غرض ښه پوه يو كله چې دوى تاته غوږ نيسي او كله چې هغوى پټې خبرې كوي، هغه مهال چې دا ظالمان وايي تاسي خو له يو كوډو وهلي سړي پرته بل چا پسې روان نه ياست.
17:48 ګوره دوى تا پورې څنګه مثالونه وايي، دوى بې لارې شول، نو بيا د لار موندلو وس نه لري.
17:49 او دوى وايي: كله چې موږ ميده خاورې او هډوكي شو نو آيا موږ به په نوي پېدایښت بيا راپاڅول شو؟