>

د رواد د ژباړې مرکز — 285

17:28 او كه تا له هغو نه څنګ كولو د خپل رب د رحمت د لټون په هيله، نو بيا هغوى ته پسته نرمه خبره وكړه.

17:29 او خپل لاس دې مه تر غاړې تړلى نيسه او مه يې داسې بشپړ پرانيستى چې بيا پړ او پښېمانه كېنې.

17:30 بې شكه ستا رب چاته چې وغواړي روزى پراخوي او (يا يې) تنګوي، هغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.

17:31 او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئ، موږ هغوى ته هم روزي وركوو او تاسو ته هم، د هغوى وژل خو يقيناً لويه ګناه ده.

17:32 او زنا ته مه نږدې كېږئ هغه يو ډېر ناوړه كار او بده لاره ده.

17:33 او هغه كس مه وژنئ چې الله (یې قتل) حرام كړى دى مګر په حقه، او هر څوک چې په ظلم سره ووژل شو نو یقیناً موږ يې وارث ته (د بدل اخيستلو) ځواک وركړى خو په وژلو كې به زياتى نه كوي، بې شكه هغه سره مرسته شوې ده.

17:34 او د يتيم مال ته مه ورنږدې كېږئ مګر په هغه توګه چې ډېره ښه وي، تر هغو چې خپلې ځوانۍ ته ورسېږي او په ژمنه وفا كوئ، د ژمنې په هكله يقيناً پوښتنه كېدونكې ده.

17:35 او چې پيمانه كوئ نو پوره يې وركوئ او په سمه تله تول كوئ، دا ښه او په انجام كې ډېره غوره (طريقه) ده.

17:36 او په هغه څه پسې مه كېږه چې تاته يې پوهه نه وي، غوږ، سترګې او زړه دا ټول پوښتېدونكي دي.

17:37 او د لويي په نخرو په زمكه كې مه ګرځه، بې شكه ته نه زمكه څيرولى شې او نه په هسكوالي غرونو ته رسېدلى شې.

17:38 د دې ټولو چارو بدي ستا د رب په وړاندې ناخوښه ده.