>

د رواد د ژباړې مرکز — 282

17:1 پاك دى هغه ذات چې يوه شپه يې خپل بنده له مسجد حرام نه تر هغه لرې مسجد (اقصی) پورې بوتللو چې د هغه چاپېريال مو بركتي كړى دى، تر څو پر هغه خپلې ځينې نښانې وګورو، په حقيقت كې هماغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.

17:2 موږ له دې مخكې موسى (علیه السلام) ته كتاب وركړى و، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى و، له دې سپارښت سره چې له ما څخه پرته بل څوک خپل معتمد (ذمه وار) مه نيسئ.

17:3 تاسي د هغو خلكو ځوځات (اولاده) ياست چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو، او نوح يو شكر كوونكى بنده و.

17:4 او موږ په خپل كتاب كې بني اسرائيل پر دې هم خبر كړي وو چې تاسي به په ځمكه كې دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ كړئ، او لويه سركښي به وکړئ.

17:5 نو كله چې د هغو د لومړۍ سركښۍ وخت راغى؛ نو اى بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسې بندګان راپاڅول چې په جنګ كې ډېر زورور وو او هغوى ستاسي په هېواد كې په ننوتلو هر لوري ته خواره شول، دا يوه پوره كېدونكې وعده وه.

17:6 له دې وروسته موږ تاسي ته پر هغو د برلاسۍ موقع دركړه او له تاسو سره مو د مال او اولاد په دركولو مرسته وكړه او ستاسي شمير مو هم ډېر زيات كړ.

17:7 (ګورئ!) كه تاسو ښېګڼه وكړه نو هم خپلو ځانو سره مو وكړه، او كه بدى مو وكړه نو هم خپل ځان سره، نو كله چې وروستۍ (دويمه) نېټه راغله (بيا مو دښمن برلاسى كړ) چې ستاسو مخونه در بدرنګ كړي او مسجد (بيت المقدس) ته هماغسې ننوځي لكه چې اول ځل ورننوتلي وو او پر څه چې برلاسي شي هغه تبا كړي، په پوره تبا کولو سره.