>

د رواد د ژباړې مرکز — 279

16:103 او موږ پوهېږو چې دوى وايي: كوم انسان ده ته ښوونه كوي! خو حال دا چې كوم كس ته دوى اشاره كوي، د هغه ژبه عجمي، او دا څرګنده عربى ژبه ده.

16:104 بې شكه الله هغو كسانو ته هدايت نه كوي چې د الله پر آيتونو باور نه کوي، او دوى لره به دردناک عذاب وي.

16:105 په حقيقت كې هغه كسان دروغ جوړوي چې د الله پر آيتونو ايمان نه راوړي او همدوى دروغجنان دي.

16:106 څوک چې له ايمانه وروسته يې الله نه منكر شي، پرته له هغه چې مجبور كړى شي او زړه يې پر ايمان ډاډه وي (نو بيا خو خير دى) خو چا چې د زړه په خوښۍ سره كفر ومنلو، نو پر هغوى د الله له لوري غضب دى، او دوى (ټولو) ته ستر عذاب.

16:107 دا ځكه چې هغوى د آخرت په مقابل كې د دنيا ژوند غوره وګڼلو او دا چې الله دغسې كافرانو خلكو ته (د ژغورنې) لار نه ښيي.

16:108 دا هماغه خلک دي چې الله يې پر زړونو، غوږونو او سترګو مهر وهلى دى او همدوى غافلان دي.

16:109 حتمى ده چې همدوى به په آخرت كې تاوانيان وي.

16:110 خو بيا (بل لور ته) چا چې هجرت وكړ له هغه وروسته چې وځورېدل، بيا يې جهاد وكړ او صبر يې وكړ نو يقيناً له دې وروسته ستا رب بخښونكى مهربان دى.